کور / تازه خبرونه / میدانښار : د ‌۳۶ جوماتونو سره مرستې وشوې

میدانښار : د ‌۳۶ جوماتونو سره مرستې وشوې

د میدان وردګ ولایت دمقام لخوا د میدانښار د(۳۶) بېلابېلو جوماتونو سره د(۵۶) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سولر،فرش او لوډسپیسکرو مرسته وشوه .

راغلو قومي مشرانو او علماء ته ښاغلي فدایي په خپلو خبرو کې ووېل چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت تل هڅه کوي چې دیني مدرسو او جوماتونو ته ځانکړې پاملرنه وکړي او په دې برخه دا زموږ عملي قدم ایښودونه ده، قومي مشر ملک افریدي چې دجومات سولر،فرش او لوډسپیکریې ترلاسه کړې وو .

د میدان وردګ ولایت والي نه یې مننه وکړه چې تل یې دقومي مشرانو غوښتنو او نظرونو ته درناوې کړې دی ، داسې پروژه چې نن تطبیق شوه تراوسه په میدان وردګ ولایت کې نه تطبیق شوې او ولسونو د ټول ګټو پروژو په تطبیق کې هر ډول قربانیوته ژمن دي.