کور / شعر / وطن لورته

وطن لورته

مخ  مې  کیدی په  لحد  کې مخامخ د وطن  لورته
چې مې سترګې کتی نه شي دپردیو خاورې ګورته


اتحاد ډیر غټ جوړ شوی چې نابود دې کړي غافله
تا  به  غوږ نیولی نوی د شیطان دې شورماشور ته


دوحدت لاسونه ورکړی چې بیا جوړشي دخالد فوځ
دا وعده دی نه ټینګیږی ټول دنیا  به ستاسو زور ته


د نفرت په اور به سوځې  ته  پخپله که  دې بل کړ
یو د مینې ډیوه بل کړه  که رڼا غواړی دې کورته


مینه  رمز د  عبادت  دی دنیا  دی  پیدا   د  مینې
نفرت  اور دی ددوزخو ځان مه اچوئ دې اورته


ته   پخپل لاسو  پخپله  ورانوې  خپل    بنیادونه
دنیا  خاندې ناپوهې ته دې ته نه ګورې پیغور ته


خپل مینځي جنګ یوآفت دی خداې دې ورککړي له وطنه
طاهري  کړي  ننواتی لاس نیولی  آسمان لورته