کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شمشاد تلوېزيون حامد کرزي ته کمپاين کوي

شمشاد تلوېزيون حامد کرزي ته کمپاين کوي

وړمه شپه شمشاد تلوېزيون راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته له وتلي نوماند، ډاکټر اشرف غني احمدزي سره يوه مرکه درلوده چې په ژوندۍ بڼه خپرېده.


دې خپرونې ته ليدونکو هم تليفونونه کول او د خپلې سيمې په اړه به يې له ډاکټر صاحب څخه پوښتنې کولې. ما مخکې اورېدلي ول چې د شمشاد تلوېزيون مشر حاجي فضل کريم ته حامد کرزي شپږ سوه زره ډالره ورکړي دي چې د هغه لپاره کمپاين وکړي. هغه مهال زما زړه ته دغه خبره نه لوېده خو کله چې مې دغه پروګرام وليد او د ددې پروګرام د چلوونکې بې ادبي او په ډاګه له ژورنالستيکو اصولو څخه سرغړاوی وليد نو شک مې په يقين بدل شو چې رښتيا هم شمشاد حامدکرزي ته ښکاره کمپاين کوي. په دې پروګرام کې چې به کله ډاکټر صاحب په خبرو پيل وکړ نو خبريال به يې سمدلاسه په خوله کې ورولوېد او د هغه خبرې به يې پرې کړې.


خبرې به يې په دوو پلمو پرې کولې، يو دا چې ويل به يې د ليدونکو يو تيليفون به واخلو او بل دا چې يوه لنډه وقفه به وکړو. د ليدونکو تيليفون اخيستل پروا نه لري، ځکه چې خپرونه ددې لپاره ترتيب شوې وه چې له ډاکټر څخه به ليدونکي پوښتنې کوي او ډاکټر صاحب به هغوی ته خپله کړنلاره بيانوي، خو بايد تليفون ته داسي وخت نوبت ورکړل شوی وای چې د ډاکټر صاحب خبري په طبيعي ډول پر يو ځای پای ته رسېدلي وای او بيا تليفون اخيستل شوی وای يا دا چې لومړی تيليفون اخيستل شوی وای او بيا ډاکټر صاحب ته د خبرو نوبت ورکړل شوی وای.


کله چې به ډاکټر صاحب په خبرو خوله پوري کړه نو د پروګرام چلوونکي به وويل چې يو تيليفون به واخلو. په دې ناوړه حرکت سره به هم د ډاکټر صاحب خبرې نيمګړي پاته شوې او هم به ليدونکي د خپلې پوښتنې ځواب وا نه ورېد. ددې پروګرام د چلوونکي بله درغلي دا وه چې د ليدونکو تيليفون به هم نه و نو د ډاکټر صاحب خبرې به يې په دې پلمه پرې کولې چې يوه وقفه به وکړو. بيا هم که چېرې په وقفه کې کوم اعلان وای پروا يې نه درلوده خو کله چې به وقفه راغله نو له يوه لنډ سګنال پرته به يې بل هيڅ پيغام نه درلود. زما يو ډېر نژدې ملګری چې په شمشاد تلوېزيون کې کار کوي ماته وويل چې تر دې پروګرام يوه ورځ مخکې د شمشاد تلوېزيون مشر حاجي فضل کريم ددې پروګرام چلوونکی ( ) راوغوښت او ورته ويې ويل چې په پروګرام کې دي له يوه داسي چل څخه کار واخيستل شي چې ډاکټر صاحب په قهر شي .


دا کار به دا اوازه نوره هم پياوړې کړي چې ډاکټر صاحب ډېر ژر عصباني کېږي.


داسي نور شواهد هم شته چې شمشاد تلوېزيون حامد کرزي ته کمپاين کوي او له نورو کانديدانو په تېره بيا له ډاکټر صاحب سره د مور او ميرې چلند کوي.


کله چې په کوم ولايت کې د ډاکټر صاحب په پلوۍ غونډه شوې وي نو شمشاد يې يا نه خپروي او که يې خپروي هم نو ډېر لنډ راپور يې پرې جوړ کړی وي چې اکثره وختونه يې د غونډې تصوير نه خپروي خو که د حامد کرزي په پلوۍ کومه غونډه شوې وي نو ډېر اوږد راپور يې پرې جوړ کړی وي چې د غونډې خورا ډېر جزيات يې پکې را اخيستي وي.


د يادوني وړ ده چې دا مهال حامد کرزي ته څلور تلويزيونونه کمپاين کوي چې شمشاد په ټولو کې مخکي دی ، ان دا چې په دې لار کې ټول ژورنالستيک اصول تر پښو لاندي کوي.


دا تلوېزيون چې تر دې مهاله يې د پښتونولۍ پاللو په خاطر د ډېرو پښتنو زړونه خپل کړي ول اوس يې دربار ته د چوپړ له امله ډېر ليدونکي له لاسه ورکړي دي.