کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : د ښځو د عامه پوهاوي یو ورځني سیمنار جوړ شو

ميدان وردګ : د ښځو د عامه پوهاوي یو ورځني سیمنار جوړ شو

د میدان وردګ ولایت دټاکنودفترپه نوښت په ټاکنوکې دښځودعامه پوهاوي ترسرلیک لاندې یو ورځني سیمنارجوړشوو.

په مرکز میدان ښارکې دښځوچارو په ریاست کې دټاکنو دفتر په لګښت او د ولایت دښځو چارو ریاست په نوښت په ټاکنو کې دښځو د عامه پوهاوي او ونډې اخیستنې ترسرلیک لاندې یو ورځني سیمنار جوړ شوو.

په جوړه شوې غونډه کې د ۵۰۰ تنو ښځو برسیره دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي،دټاکنو دفترریس نعمت الله حبیب وردګ،دحج اوقافوریس مولوی رحمت الله رحمتي او دعلما‌ؤ شورا ریس عزیزالرحمن صدیقي او یوشمېر دولتي ادارو مسولینو ګډون کړې وو.

غونډې په ویناکې ښاغلي والي وویل ښځې نه یوازې داچې نړۍ زنکوي او جنت د دوۍ ترپښولاندې دی بلکې ښځې دصبر،فداکارۍ ،سرښندنې،ډاډګیرنې،هڅونې،زغم او په سیاسي او ټولنیز دګرکې ددې ټولومخکښانې دي،ښځې ته چې داسلام مبارګ دین کوم حیثیت ورکړې دی باید ترې ګټه واخلي او ددې لپاره زمینه برابرول دحکومت دنده ده او انشاء الله موږ به خپله پوره پوره هڅه کوو، ورپسې دحج اوقافوریس او علماؤ شورا ریس هم په ټاکنو کې دښځوپه ونډې اخیستنې ټینګار وکړو او دایې اسلامي او ملي مسولیت وګڼلوو او زیاته یې کړه چې دمیدان وردګ علماء به د ښځوپه اسلامي او ملي حقونو په ورکولو کې دهغه چاسره مبارزه کوي چې ددغې پروړاندې خنډ کیږي .

ورپسې دټاکنو دفتر ریس حبیب وردګ په ټاکنو کې خپل چمتوالي وښود او ډاډ یې ورکړو چې دلسونو په بې سارو مرستوموږ د شفافو ټاکنو لپاره په ټول ولایت کې چمتوالی نیولې دی، په اخرکې دښځو چارو ریسې میرمن مهاب جعفری په راروانو ټاکنوکې ښځې رایې ورکونې ته وهڅلې او زیاته یې کړه تاسوپه ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره برخه واخلي او هم خپل میړونه،اولادونه او ورونه دغه ملي پروسې ته وهڅوۍ ترڅو خپل راتلونکی په خپله وټاکي.






د يو بل خبر له مخي دمیدان وردګ ولایت دپوهنې ریاست او دولسوالیو دپوهنې مدیریتونه په کمپیټرونو سمبال شول .


دمیدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست سره د (۶۳۰۰۰۰) افغانیوپه لګښت د سویډن مرستندویه موسسی لخوا د نهه پایو کمپیټرونو،پرینټرونو او جنراتورونو مرسته وشوه.


دیادې شوې مرستې په مراسموکې د ولایت دپوهنې ریاست په مقرکې د ولایت مرستیال علي احمد خاشع ،دپوهنې ریاست مسولینو او دسويډن مرستندویه موسسی مسولینو هم براخه واخیسته، لومړی دپوهنې ریاست ریس عبدالواحد حکمت دسويډن مرستندویه موسسی له استازو نه مننه وکړه چې تل یې دپوهنې برخه کې له دوۍ سره مرستې کړې دي،وروسته دسویډن همکاری موسسی ولایتي مسول وهاج دسويډن موسسی تل پاتې مرستو ته اشاره وکړه او همدارنګه په دې ولایت کې یې په راتلونکی کې دنورو مرستو ژمنه هم وکړه،په ورستیو کې د ولایت مرستیال په خپلو خبروکې د پوهنې په منسوبینو غږ وکړو چې کمپیوټرونه په انوارۍ او میزونو پرسردښکلاء لپاره مه ږد ۍ بلکې خپل دفتر داري کې ترې سالمه استفاده وکړﺉ ترڅو په کارونو کې مو اسانتیاوې برابرې شي.


په اخرکې کمپیوټرونه،پرینټرونه او جرناټرونه د پوهنې په منسوبینوووېشل شول.


دیادونې وړ ده چې نوموړي کمپیوټرونه لاندې لوازم لري


ډسټاپ کمپیوټر
پرینټر
۵کیلو واټه جرناټور
ذخیره کوونکي ياups
میزونه او نورې استانتیاوې


د ټولوکمپیوټرونو او ورسره ضرورتونو ټولیز لګښت (۶۳۰۰۰۰) شپږلکه اودیرش زره افغانۍ کیږي ، همدارنګه دسويډن مرستدویه موسی لخوا دپوهنې برخه کې دریو مکتبونو د ودانیو کار هم دبشپړیدو په حالت کې دي چې ډیرژر په ګټې اخیستې ته وسپارل شي.