کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يا به يو کېږو، ګني ورکېږو

يا به يو کېږو، ګني ورکېږو

دا دستر افغان باچا خان هغه نقل قول دی، چي په سختو شرايطو کي به ئې پر افغانانو ديوکېدو ږغ کاوه او دنفاق او ځان ځانی خطر ته به ئې متوجې کول . زما په آند افغانستان اوس بيا هم ددغه ډول ستونزمن حالت سره مخامخ دی او که افغانان ( په ځانګړي ډول روڼ آندي او پوه کسان ئې ) سره يو اويوموټي نسي، نو د ډېر ستر ناورين اوخطر سره به مخامخ سو .

تېره يکشنبه دالمان دهيورت په ښار کي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني دځوانانو دڅانګي دجوړېدو په مناسبت په يوه لويه او په زړه پوري غونډه کي دګډون په وخت کي يو دوست مي پوښتنه رانه وکړه، چي ديون صاحب ليکنه دي لوستې ده؟ نو په ځواب کي مي ورته وويل چي پخوانۍ خو مي ئې ټولي لوستي دي . نو هغه بيا راته وويل، چي نه ، نن ئې يوه نوې ليکنه پر ليکه سوې ده او ډېره په زړه پوري ده . نو زما هم ډېره ورته تلوسه چي ژر ئې ولولم . خو زه ددوشنبې دسهار پر پنځو بجو دالمان نه خپل کور ته راورسېدم او ترلږ استراحت نه وروسته مي چي لومړی کار وکړ هغه داوه چي انټرنېټ ته ورغلم او د « مقابله که مفاهمه؟ منظاره که محاسبه » تر سرليک لاندي دپوهندوی محمد اسماعيل يون ډېره په زړه پوري ليکنه مي ولوستل . زه باور لرم چي هر وطنپال او ولسپال به دښاغلي يون دپوهي او خواږی نه ډکه ليکنه ډېره خوښه کړې وي . دا ځکه چي هغه چي هر څه ويلي دي، هغه ئې يوازي او يوازي دافغانستان دملي ګټو نه دفاع کړېده او هيڅ چا ته سپکاوی پکښي نه دی سوی او اندېښنه ئې ددې نه ښودلې ده، چي که موږ يو موټی او هوښيار ونه اوسو ددې خطر سته چي ځيني کسان افغانستان ددريمي سقاوی په لور بوزي . ځکه ئې نو هم په عملي ډول او هم په ليکنه کي ددغه ناورين دمخنيوي په خاطر هلي ځلي کړيدي .

خو پرون مازديګر مي دښاغلي عصمت قانع په قلم د« مقابله که مفاهمه؟ مناظره که محاسبه؟ دليکنې په ځواب کې » تر سر ليک لاندي ليکنه ولوستل، چي پر ښاغلي يون ئې اعتراض کړی وه . خو له بده مرغه ښاغلي قانع په خپله ليکنه کي دهغو اساسي ټکو سره ، چي يون صاحب يادي کړي وې ، هيڅ تماس نه وه نيولی .

يون صاحب ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمد زی يو ډېر پوه، وړ او جدي شخصيت معرفي کړی دی، چي هيڅ څوک هم دهغه سره مخالفت نه لري او هغه دافعانستان او نړۍ په کچه يو پېژندل سوی سړی دی . خو ښاغلي قانع داحمد زي صاحب دپوهي دثبوت په خاطر يو جدول راوړی دی، چي هيڅ اړتيا ئې نه وه . دا داسي مانا لري لکه يو سړی چي کښېني او بېلا بېل دلايل وړاندي کړي چي مځکه ګردی ده . حال دا چي دې کار ته هيڅ اړتيا نسته، ځکه ملايان هم اوس دامني چي مځکه ګردی ده . او نور دلايل ئې هم دغه ته ورته دي .

خو يون صاحب دافغانستان داوسنيو شرايطو دژوري او هر اړخيزي ارزوني په پايله کي ، دواک دفکتور او افغاني ټولني ( په ځانګړې توګه دپښتنو ) دځانګړتياوؤ په نظر کي نيولو سره دې نتيجې ته رسېږي، چي د اشرف غني احمد زی دګټلو چانس په هيڅ کي حساب دی . که څه هم دا ډېره دردونکې ده، خو آياڅوک کولای سي ددغه نه انکار وکړي؟ دټولو کورنيو او بهرنيو څېړونکو، ارزونکو او کارپوهانو نظر هم دادی، چي ښاغلی اشرف عني احمدزی راتلونکي ولسمشريزي ټاکني نسي ګټلای او ښاغلي قانع هم په خپله ليکنه کي دانه دي ويلي چي دی باوري دی، چي ډاکټر اشرف غني احمدزی به ئې وګټي . بيا نو داختلاف لپاره څه پاته کېږي؟ ولي بايد ديون صاحب ددې ليکني په مخالفت کي، چي ډاکټر صاحب احمدزي ته پکښي ډېره سمپاټي او درناوی له ورايه ليدل کېږي، ليکنه وسي؟

دښاغلي يون دليکني نه زما اخستنه داده، چي هغه دافغانستان او افغانانو سره سخته مينه لري او غواړي دهر هغه ممکن خطر مخه ونيسي، چي کېدای سي دراتلونکو انتخاباتو په پايله کي افغانستان ورسره مخامخ سي، چي تر ټولو لوی ئې دپښتنو دبې اتفاقيونه په ګټه اخستو سره دانتخاباتو له لاري واک ته د ډاکتر عبدالله رسېدل دي .

ښاغلي يون خو هيڅ کومه بده خبره نه ده کړې، چي ښاغلی قانع دي ولمسوي، بلکي هغه پښتانه مطرح سياستوال اتفاق، يووالي او يا لږ ترلږه جوړ جاړي ته رابللي دي . سياست خپله دجوړ جاړي هنر دی . هر سياستوال چي دجوړ جاړي هنر ئې نه وي زده، هغه ته موږ ښه سياستوال نسو ويلای . آن کله کله دملي ګټو په خاطر يو سياستوال اړ کېږي، چي دخپل دښمن سره هم جوړ جاړی وکړي . له بده مرغه دافغانستان په تاريخ کي پښتنو سياستوالو د احساساتي چلند، سرټمبه ګۍ او دجوړ جاړي دهنر دنه درلودلو له امله ډېر ستر زيانونه ليدلي دي . ما هر کله داخبره کړېده، چي پښتنو ټولي جګړې ګټلي دي، خو پښتنو سياستوالو ټولي ګټلي جګړې د سياست په ډګر کي بايللي دي . که چېري دخپل هيواد سياسي پېښي وارزوؤ، نو دټولو بايللو اساسي عوامل دهيوادنيو مهمو او اساسي مسائلو سره دپښتنو سياستوالو احساساتي چلند، سرټمبه ګي، يو بل سره دجوړجاړي او يوبل ته دتېرېدني دهنر نه شتون او تر آني لږو ګټو دليری راتلونکو اساسي او ډېرو ګټو قربانول دي .

دغه راز دښاغلي يون په پورته نومول سوې ليکنه کي په څرګند ډول مالومېږي،چي هغه غواړي چي ښاغلی احمدزی دافغانستان په واک کي پاته سي، تر څو دهغه دپوهي، وړتيا او جديت نه افغانستان ته ډېره ګټه ورسېږي . زما په آند دافغانستان دواک په لوړيو پوړيو کي دهغه پاته کېدل به دې ته لاره هواره کړي، چي دی پنځه کاله وروسته راتلونکو ولسمشريزو ټول ټاکنو ته تياری ونيسي . خو دافغانستان اوسنيو شرايطو ته په کتو سره شخصاً زه ښاغلي اشرف غني احمدزي ته دټول درناوي سره سره ددې امکان هيڅ نه وينم، چي هغه دي وکړای سي رواني ټولټاکني وګټي ( تر خوږو غولولو تريخ واقعيت ښه دی ) . زه نه غواړم ددې پر علتونو اوس خبري وکړم، ځکه چي بحث ډېر اوږدېږي، خو دا يوه خبره کول غواړم، چي څوکاله دافغانستان نه غيابت او په واک دده نه شتون ئې داساسي عواملو څخه دوه دي . نو له همدې خاطره چي دا تېروتنه بيا تکرار نه سي، زما له نظره ښه به داوي، چي داځل ښاغلی احمدزی دهيواد او دواک په دننه کي پاته سي، تر څو پنځه کاله وروسته دراتلونکو ټول ټاکنو لپاره بشپړ تياری ونيول سي .

زما هيله دښاغلي کرزي نه هم داده، چي آن دجوړ جاړي سره دښاغلي احمدزي دنه توافق په صورت کي هم، دټولټاکنو دګټلو نه وروسته هغه ته داجرائيوي واک لرونکې داسي څوکۍ وړانديز وکړي، چي هغه وکولای سي هغه ټوله نيمګړتياوي چي اوس موجودي، له مېنځه يوسي .

زما له نظره ددې لپاره اصلاً هيڅ دليل نسته، چي هغه دي دجوړجاړي او تېرېدني مخه ونيسي . خو ډېر داسي څه سته چي دهغه په خاطر زموږ سياستوال بايد يودبل تر څنګ ودرېږي تر څو افغانستان داوسني ستونزمن حالت نه راوباسي . دافغانستان ملي ګټي دا حکم کوي چي موږ بايد يو بل ته لاس ورکړو او په ناندريوکي دومره مخ ته ولاړ نسو، چي هغه دهيواد په زيان تمام سي .

که خبره دتېروتنو او اشتباه ګانو وي، نو بيا خو نه يوازي دافغانستان بلکي دنړی په کچه هم داسي يو سياستوال نسته، چي کمزوري او نيمګړتياوي دي ونه لري . دغه کمزوري او نيمګړتياوي بايد موږ سره بېل نه، بلکي يو موټي کړي، تر څو يو دبل په مرسته هغه ليري کړای سو . هيڅ څوک نسي کولای په يوازي سر پر ټولو ستونزو بريالی سي . داپه نړی واله کچه يو منل سوی اصل دی، چي هيڅ څوک نسي کولای هغه ردکړي .

زه دامنم چي په يوه هيواد کي دټولو برياوؤ او لاسته راوړونو وياړ دهيواد دمشرتابه وي او دټولو ناکاميو او ناخوالو پړه او مسئوليت هم دهيواد دمشرانو او په ځانګړې توګه دولسمشر وي . خو دافغانستان دټولو ناخوالو پړه، چي د ۳۰ کلني جګړې، بهرنيو هيوادونود لاسوهني، دافغانستان په دننه کي دافغان دښمنه کړيود توطيو او دسيسو پايله ده، يوازي او يوازي دښاغلي کرزي پر غاړه وراچول او دتېرو اتو کلنو په بهير کي دبې شمېره لاسته راوړونو دپامه غورځول به لږتر لږه ظالمانه قضاوت وي .

پر ښاغلي کرزي يوه دډېرو غټو نيوکو نه داده، چي ولي ئې ښاغلی قسيم فهيم دخپل لومړي مرسيال په توګه غوره کړ . ما هم د« راتلونکي ټولټاکنی، هيلي او ننګوني » تر سر ليک لاندي، چي دنوماندانو تر معرفي مخ کي مي ليکلې وه، دټولو نوماندانو نه دا هيله کړې وه، چي داسلامي جمعيت اوپه ځانګړې توګه دنظار شورا نه څوک دخپل مرستيال په توګه غوره نه کړي .

خو ښاغلي کرزي دډېرو افغانو روڼ آندو دغوښتنو سره سره، ددغي لنډي توضيح په ورکولوسره، چي« ما دټول نظرياتو داورېدلو او دافغانستان دملي ګټو په نظر کي نيولو سره دا پرېکړه کړېده، چي قسيم فهيم دخپل لومړي مرستيال په توګه غوره کړم » . چي خدای او رښتيا سي زه هم ددغه غوراوي نه خوښ نه سوم او باوري يم چي ښاغلی يون هم دهغه نه خواشينی وه، خو وروسته تر څه فکر کولو او هر اړخيز غور نه دې پايلي ته ورسېدم، چي که څه هم دا دخوښی وړ غوراوی نه دی، خو ددې نه بايد ماتم هم جوړ نه سي .

لومړی خوداچي داساسي قانون له مخي دولسمشر مرستيالان هيڅ واک او صلاحيتونونه نه لري او ښاغلي احمدزي هم په خپله يوه مرکه کي ددې خبري يادونه کړېده .

دوهم داچي، که چېري دښاغلي کرزي سره په څنګ کي دډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر انورالحق احدي، پوهندوی اسماعيل يون، غفور لېوال او نور ډېر پوه، وړ او ملي شخصيتونه وجود ولري ، نودداډول کسانو نه چي هيڅ پوهه او وړتيا نه لري، بايد هيڅ وېره اوډار نه وي .

دبله پلوه ما داپوښتنه هم دځانه وکړه، چي آيا که دفهيم پر ځای ئې رنګين دادفر سپنتا اويا هم بل داډول «پوه» دلومړي مرستيال په توګه غوره کړی وای، نو هغه به ښه وای ؟ زما په انګېرنه ډېری هغه کسان چي دسياست په زېر او زور پوهېږي، وبه وايي، چي نه د سپنتا نه فهيم ښه دی . زه هيله مند يم چي ددې خبري توضېح ته به اړتيا نه وي .

له بده مرغه پښتنو په سياست کي هم داډول چلند کړی دی، چي په اختلافونو او مرورتياوؤ کي دومره مخ ته ولاړسي، چي خبره بدی ته ورسوي او آن په دغه مرورتيا کي دافغانانو ملي ګټي هم هېري کړي او هغوی ته هم زيان ورسوي . که چېري زموږ پوه وړ او منل سوي شخصيتونه په مرورتيا کی دومره مخ ته ولاړسي، چي دښاغلي کرزي سره دجوړ جاړي نه ډډه وکړي او هغه يوازي سپنتا، فهيم او خليلي غوندي کسانوته پرېږدی، بيا خو نو دراتلونکو ټولو ورانيو او برباديو پړه به دحامدکرزي تر څنګ دنورو هغو شخصيتونو پر غاړه هم وي، چي دمفاهمې او ګډ کار نه ئې ډډه کړېده او آن هغه کسان به هم مسئول وي، چي ددغو شخصيتونو تر مېنځ ئې دتفاهم او نژدې والي پر ځای دهغوی تر مېنځ ناندريو ته لمن وهل .

لکه څنګه چي سياست ډېر پېچلی دی او دسياست پېچل والی هم په دې کي دی، چي په آن واحد کي بايد لوی کمپلکس دپرابلمونو په نظر کي ونيول سي او داسي ونه سي، چي هر يو بېل بېل وارزول سي او بېلي دحل لاري ورته ولټول سي . نو داډول دحل لاري هر کله نيمګړي او آن زيان راوړنکي وي .

دسياسي پرېکړو يوه بله ځانګړتيا په دې کي هم ده، چي دشته سياسي حالاتو او شرايطو دپه نظر کي نيولو سره بايد پرېکړه وسي، نه داچي ديو ايډيال حالت په نظر کي نيول . که داسي وسي نو پايلي به ايډيالي نه خو تر ډېري کچي به ګټوري وي . خو دايډيالو غوښتنو پر بنسټ پرېکړه کول به نه يوازي ايډيالی او آن ګټوري پايلي ونه لري، بلکي دډېرو ستونزو او زيانونو سبب هم کېدای سي .

زه په دې باور يم چي که ښاغلی کرزی انتخابات وګټي نو دده د ولسمشری دا دوره به دلنډ مهالي، مېنځمهالي او لومړی انتخابي دورې سره ډېر توپير ولري . زما په انګېرنه که داځل ښاغلی احمدزی، ښاغلی احدي او نور وطنپال او ولسپال افغانان دهغه ملګري سي، نو ډېر داسي کارونه به وکړي، چي دافغانستان په تاريخ کي ډېر ځلانده نوم پرېږدي . زه ددې لپاره ډېر دلايل لرم، چي ددې ليکني تر اوسلې لوړ دي .

زما له نظره که داسي محاسبه وسي، چي د جوړ جاړي په پايله کي څه تر لاسه کېدای سي او دجوړجاړي نه پرته دبايللو په صورت کي به څنګه وي ؟ تر دغه ډول محاسبې وروسته موږ کولای سو سمي نتيجې ته ورسېږو . موږ حق نه لرو دهيواد په برخليک قمار ووهو .

که چېري ډاکټر عبدالله په راتلونکو ټول ټاکنو کي بريالی سي، چي بېله شکه دا به دافغانستان لپاره ډېر ستر ناورين او دلويو بدمرغيو پيل وي،نو دخلګو نه به دويمه سقاوي هم هېره کړي . آيا دغه ښاغلي نوماندان، چي وئې نه غوښتل دافغانستان دملي ګټو په خاطر يو له بل سره جوړ جاړی وکړی او يو بل ته تېر سي، او ددوی هغه پلويان به چي ددغو نوماندانو تر مېنځ ئې دجوړجاړي پر ځای دهغوی تر مېنځ اختلافونو او بديو ته لمن وهل، ځان مسئول ونه ګڼي او آيا هغه وخت به دوی پښېمانه نه وي ؟ خو په هغه وخت کي به دا پښېماني کومه ګټه ونه لري .

زه هيله مند يم چي پښتانه نوماندان په سړو مغزو او دافغانانو دملي ګټو دپه نظر کي نيولو سره، پريوه واحد نوماند نتيجې ته سره ورسېږي او دډاکټر عبدالله داحتمالي ګټلو او يا هم دوهم پړاو ته دانتخاباتو داوښتلو مخه ونيسي . که په لومړي پړاو کي عبدالله انتخابات بايلي نو دی به د۴۱ نوماندانو نه يو وي، خو که په دوهم پړاو کي ئې بايلي نو دی به يو د دوؤ تنو نه وي، چي دا ده ته دهيواد په کچه ددوهم شخص حيثيت ورکوي، چي نبايد داکار وسي .

ما په دې ليکنه کي دهغو مهمو توضيحاتو يادونه نه ده کړې، کوم چي د ښاغلي يون د« مقابله که مفاهمه؟ منظاره که محاسبه » تر سر ليک لاندي په ليکنه کي ئې ذکر سوی وه .

ديو موټي او سمسور افغانستان په هيله .