کور / تازه خبرونه / کلات : قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو ګډه انتخاباتي غونډه وکړه

کلات : قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو ګډه انتخاباتي غونډه وکړه


په هغه ستره غونډه کي چي نن د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کي جوړه شوې وه نژدې دوه زره تنه علمانو، قومي مشرانو ، ځوانانو او ځايي اوسیدونکو برخه اخیستي وه.


په زابل کي د ډاکټر اشرف غني د کمپاین مشر هدایت الله فیضي وویل چي دغه خلک له کلات ښار او ولسوالیو څخه دغي غونډي ته راغلي ول .


ډاکټر اشرف غني احمدزي پخپلو نیم ساعتیزو خبرو کي له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کامیابۍ په صورت کي د ټولنیزي عدالت د عملي کولو لپاره خپل ټول توان پکار واچوي نوموړي وویل چي اوسني دولت پدې کمزوری دي چې عدالت نسي عملي کولای نوموړي وویل چي په ټول افغانستان او زابل ولایت کي کار نا اهلانو ته سپارل سوی دی .


احمدزی وویل چي د حامد کرزي سره کومه شخصي ستونزي نلري بلکه ورسره د ملي ګټو پر سر ستونزه لري او په هیڅ صورت سره به له خپلي مبارزې څخه تیر نسي .


د نوموړي خبري چې نژدي نیم ساعت يي دوام وکړ د غونډي د ګډونوالو لخوا په پرله پسي ډول په چکچکو او د الله اکبر په نارو سره بدرګه کیدلې .


اشرف غني وویل له خلکو وغوښتل چي د دولت مخالفینو ته دسولي پیغام ورسوي او که چیري طالبان تر دریو کلونو پوري اوربند ته ژمن سي نو دی به د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه وټاکي .


اشرف غني وویل چې که ولسمشر سي نو تر راتلونکو دریو کلونو به په افغانستان کي د بهرنیانو ټول زندانونه وتړي او هیڅ افغان به بې د محاکمې له پریکړي په زندان کي نه اچول کیږي .


نوموړي وویل چي خارجیان ددې خاوري واکداران نه بلکه میلمانه د ي او باید چې د افغانانو ویني او مېنې ته درناوي وکړی .


د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندید د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو له ډلي څخه لمړی کس دی چې زابل ته راځي او ددې ولایت د خلکو ستونزي له نژدي څخه اوري .


د زابل ولایت یو شمیر قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال ددې تر څنګ چې له نوموړي څخه يې خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ له نوموړي يې وغوښتل چي که ولسمشر سي نو باید چې د زابل ستونزو ته کلکه پاملرنه وکړي


په مشرانو جرګه کي د زابل استازي ډاکټر زلمي زابلي وویل چي باید بیارغوني او د زابل د بېګناه بندیانو په اړه توجه وکړي .


ډاکټر اشرف غني ددې غوښتنو په ځواب کي له خلکو سره ژمنه وکړه چې د خپل بریالیتوب په لمړۍ میاشت کي به زابل ته راځي او همدلته به د زابل له خلکو سره په ګډه ددې ولایت انکشافي او رغونیز پلان جوړوي .


نوموړي وویل چې په زابل کي به د اوبو لګولو د چارو د سمون تر څنګ د زراعتي محصولاتو لپاره بازار هم ومومي .


اشرف غني احمدزي وویل چې ځان يې د حاکمیت لپاره نه بلکه له خپل هیواد او خپلو وګړو سره د یوې لیونۍ میني پر بنسټ کاندید کړی او تر څو خپلو اهدافو ته ونه رسیږي د هیچا په ګټه به تیر نسي ، احمدزي وویل چي په وارو وارو کرزي ورڅخه غوښتي چې د زیاتو امتیازاتو په مقابل کي ورته تیر سي خو ده ورسره نده منلي .


احمدزي وویل چې د واکمنۍ په دوران کي به يې د ځوانانو لور ته توجه زیاته سي او د حکومت پنځوس سلنه واک به د ځوانانو په لاس کي وي .


نوموړي وویل چې که ولسمشر سي نو د ځوانانو تر څنګ به د دوو نورو ملي قواوو لکه عالمانو او قومي مشرانو څخه د ثبات او پرمختګ په لاره کي مرسته وغواړي .


ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې د هیواد اقتصادي وده، یومیلون وزګارو کسانو ته د کارموندل، د فساد مخنیوی، سوله او رښتنې ملي پخلاینه، متناسبه بیارغونه، پوهنیزه او کرهڼیزه وده يې د لس کلن او شل کلن پلان په لمړیتوبونو کي راځي .