کور / تازه خبرونه / چارواکي: طالبان د انتخاباتو د نه تخريب ژمنه کړې

چارواکي: طالبان د انتخاباتو د نه تخريب ژمنه کړې

 


د افغانستان د جنوب لوېديځي حوزې لوړ پوړى چارواکى احمدولي کرزى وايي د طالبانو ځايي قومندانانو ورسره منلې چي د انتخاباتو په ورځ به ګډوډي نه جوړوي.


د امريکا د سي اين اين ټلوېزون د ښاغلي ولي کرزي له خولې خبر ورکوي چي د کندهار چارواکو د سپين ږيرو او علماوو په منځګړتوب د طالبانو د ځايي قومندانانو سره خبري کړي او هغوى ژمنه کړې چي د انتخاباتو په ورځ به نه پر انتخاباتي مرکزونو بريدونه کوي او نه به پر افغان پوليسو او پوځيانو باندي چريکي حملې کوي.


د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات د راتلونکي اونۍ په پاى کي د اګست پر شلمه ترسره کېږي.


همدا راز د انګلستان د ګارډين ورځپاڼي هم نن خبر ورکړى و چي ښاغلي ولي کرزي چي د ولسمشر حامد کرزي ورور دئ، د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د سيمي يو بانفوذه چارواکى دئ له طالبانو سره خبري کړي چي د انتخاباتو په ورځ بريدونه ونکړي.