کور / تازه خبرونه / ننګرهار: دکرزي پلويانو د نړۍ اوونيزې خبريال وواهه

ننګرهار: دکرزي پلويانو د نړۍ اوونيزې خبريال وواهه

د ولسمشرۍ د نوماند او واکمن ولسمشر حامد کرزي پلويانو (د حاجي قدير د زوى حاجي ظاهرد سولې کاروان ډلې)يو شمېر غړو او پوليسو په ننګرهار کې د حامد کرزي په ملاتړ يوه غونډه کې د سيمې د نوموتې خپلواکې اونيزې نړۍ يو خبريال انورالحق يرغل له دې امله پخپله دغه غونډه کې تر وهلو،ټکولو لاندې ونيوه چې ولې يې په دې غونډه کې د نورو رسنيوالو په څېر خپل اخبار په خلکو وېشه.


انورالحق يرغل   وويل چې د دوى په اخبار کې د ننګرهار ولاتيي شوراته د نوماندو کسانو د خبرتياوو ترڅنګ د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي تصوير او اعلان هم د يوې سوداګريزې خبرتيا په توګه خپور شوى و او يادو خلکو له همدې امله تر وهلو،ټکولو لاندې ونيوه.


نړۍ اونيزه چې د هېواد په کچه له ګوتشمېرو پښتو چاپي رسنيو ګڼل کېږي او د خپلواکۍ او رېښتيا خپرولو له امله يې د ننګرهار چارواکي تر پزې راوستي،دا خبريال يې لومړنى څوک نه دى چې د هېواد په کچه د حامد کرزي د پلويانو لخوا وهل کېږي،تر دې پخوا په کندهار کې د والي،ښاروال او يو شمېر نورو چارواکو په امر په سيمه کې د فرهنګي هڅو يو ښه فعال عبدالاحمد محمديار هم له دې امله تر ورته وهلو،ټکولو لاندې راغلى چې ولې د ولسمشرۍ د تر ټولو وړ او پياوړي نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړى دى؟