کور / تازه خبرونه / د ډاکټرعبدالله پوستر شیندونکې الوتکې راټیټې کړای شوې

د ډاکټرعبدالله پوستر شیندونکې الوتکې راټیټې کړای شوې

د افغانستان د ملی دفاع وزارت چارواکي وایی دوه الوتکی چی په ممنوعه سیمو کی یی الوتنه کوله راټیټی کړی دي.

د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی د دوشنبی پر ورځ په کابل کی خبریالانو ته وویل دا الوتکی چی په یوه شخصی کمپنی پوری اړه لری په ارګ او ملی دفاع وزارت یی جمهوری ریاست ته د ځانګړی کاندید عکسونه اچولی دي. خو نوموړی د کاندید د نوم له اخیستلو ډډه وکړه.

عینی شاهدان بیا وایی لدی الوتکو څخه غورځول شوی عکسونه دجمهوری ریاست ته د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله دی.

د ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاین مسول بیا دا خبری رد کړی دی.
جنرال عظیمی وایی ددی دوه الوتکو پیلوټان یی نیولی دی او موضوع یی د ټاکنو کمیسیون د شکایتونو د اوریدو څانګی ته وړاندی کړیده.

عظیمی وایی چی ارګ ته نږدی او په ملی دفاع وزارت په سیمو کی د الوتکو الوتنی او د کاندیدانو د پوسټرونو ځړول منعه شوی وو.

خو بل پلو بیا د ډاکټر عبدالله د کمپیاین مسول ډاکټر یوسفی وایی چی له الوتکی څخه اچول شوي عکسونه د ډاکټر عبدالله عبدالله ندی.