کور / تازه خبرونه / عربستان د هستوي طاقت د جوړېدو هڅي پېل کړي دي

عربستان د هستوي طاقت د جوړېدو هڅي پېل کړي دي

د ترکيې زمان ورځپاڼي پخپل نني راپور کښي د عربستان د اوبو او برېښنا وزير عبدالله الحسين له خولې ليکلي دي چي عربستان د هستوي قدرت د ترلاسه کولو په موخه خپلي لومړنۍ هلي-ځلي پېل کړي دي .

د زمان د راپور له مخي : دا پداسي حال کي ده چي لوېدیځ او اسرائيل پدې لټه کښي دي چي څرنګه د اېران هستوي پروګرام ته خاتمه ورکړي .

د عربستان د اوبو او برېښنا وزير عبدالله الحسين په وينا هيواد يې د لومړنيو هستوي بټيو د تاسيسولو هڅي شروع کړي دي .

ترکي ورځپاڼه زمان د عربستان چاپ ورځپاني الوطن په حواله ليکلي دي چي دا نوي هستوي بټۍ به د عربستان او عربي متحده امارتو په توافق د يو امريکايي شرکت له خوا په کار اچول کيږي .

زمان ورځپاڼه ليکي چي په تيرو دوو کلونو کښي د عربستان تر څنګ قطر، البحرین، عمان،‌ کویت،‌ عربي متحده امارت، مصر، اردن او یمن هم د هستوي طاقت د جوړېدو په موخه خپل هستوي تاسيسات او د يورانيمو د غني کولو لړۍ پېل کړي دي .