کور / خبرتیا او پيغامونه / د بایرن مېشتو افغانانو د کلتوري ټولني اعلامیه

د بایرن مېشتو افغانانو د کلتوري ټولني اعلامیه

عزتمنو لوستونکو!
لکه دمخه مو چې تاسو ته خبر درکړی و دا دی نن زموږ دکولتوري ټولنې ملګرو خپله فوق العاده غونډه وکړه نننۍ غونډه په دووبرخو وېشل شوې وه په لمړۍ برخه کې د هیواد دخپلواکي په ۹۰ نویمه کلیزه اوپه دوهمه برخه کې د زمري د۲۹ نهه ویشتمې نېټې دجعلي او تحمیلي ټولټاکنوپه ډرامه خبرې وشوې .
له هرڅه دمخه مو دکابل ګوډاګۍ اداره په پوره شدت سره وغندله دا ځکه چې، همدې ادارې د پردیو په دستور او دسیسه داتاریخي ورځ چې زموږ داتلونیکونوپه سرووینوګلګون شوې وه په رسمي او ښه ډول ونه نمانځله .
تاسو پوهېږﺉ چې هره لسیزه خپل ارزښت لري او په ځانګړي ډول سره نمانځله کیږي ځکه خو زموږملګروهم تر خپله وسه دخپلواکي دانهمه لسیزه دزمري په ۲۸تمه نېټه دمونشن ښار په لویوکوڅو اوبازارونو کې ونمانځله موږ په زرهاوو لیدونکو اوسیلانیانو ته دافغان برمته ولس تمثیل په داسې ډول سره وکړ چې تور ځنځیرونه مو له لاسونو اوبدنونوڅخه تاو وو زموږ یوشمېرملګروتورې پلاستیکي کڅوړې په سرمنډلې اولاسونه یې ترشا تړل شوي ووموږ هر یولیدونکی په خپل تمثیل اوخبروسره داسې پوهاوه چې زموږهیواد یو اشغال شوی هیواد او زموږ ولس یو برمته شوی ولس دی .
بایدزیاته کړوچې دمونشن ښار په زړه کې خوراګڼه ګوڼه وي له شتاخوس څخه بیا تر مارین پلاڅ پورې دورځې په لسهاوو زره بایرن مېشتي، بهرني او کورني سیلانیان چکر وهي لنډه دا چې زموږ انځورونه به د هغوی په
ذهنونو کې تر ډېره پورې پاته وي .
موږ دغونډې په لمړۍ برخه کې د پورتنۍ نمانځنې انځورونه اوویدیویي برخې هغوملګروته وښودې کوموچې دکاري مصروفیتونو په دلیل له موږ سره دزمري په ۲۸ تمه نېټه ګډون نه و کړی داتاریخي صحنې زموږ د ټولو ګډونوالو خوښې او رسنیو ته یې په لېږلو سلا شوو خو له بده مرغه چې حجم یې زیات دی له تخنیکی اړخه په ویبپاڼو کې نه شي خپرېدای که په راتلونکې کې ممکینه وي نوتاسوبه یې بیا ووینﺉ اوس هم که له موږ سره کوم یوهیوادپال ویبپاڼه چلوونکی همکاري کولای شي زموږ په پته د احوال راکړي چې څنګه یې ورولېږو، خو سم لاسي تاسوته په لاندې توګه دنمونې په ډول یودوه تصویر درښییو.
موږ د۲۰۰۱ کال دسپتمبر د نهمې اویوولسمې نېټې ترمینځ منطقي تړاوخلګو ته بیاناوه القاعده اونورسخت درېزه مو دسپینې ماڼۍ زېږنده، ځانګړې ملېشې او نږدې ملګري وبلل .
المانان چې په افغانستان یې خورا زړه بدیږي زموږ په لیدو سره لا خوابدي شول موږ یې پخپلو احساساتو سره داسې پوه کړوچې دوی هم دافغان ولس دانننۍ بدې ورځې اوبدمرغوحالاتواندېښمن کړي دي ، ددوی ځوانانو اوبوډاګانو له موږ سره خپله خواخوږي وښوده موږ یې ونازولو کور یې آباد .
زموږ دنننۍ غونډې ګډونوالوپه دوهمه برخه کې د دې اونۍ په جعلي اونامشروع ټولټاکنو بحث وکړ هغه مو محکومې او باطلې وګڼلې موږ خپلې ټولې پخوانۍ اعلامې په ځای وبللې اوپه تېره بیامودټولټاکنو(ټولوژنو) په اړونداعلامیه چې د(تحریم تحریم تحریم) ترسرلیک لاندې وه یوه مهمه او تاریخي اعلامیه ځکه وګڼله چې زموږ وړاندوینې دا دی ورځ په ورځ رښتیا کیږي ښکېلاکګرغواړي چې دیوې کمزورې ادارې په صورت کې افغان ولس په تېره بیا پښتنو ته لا ډېر کړاونه ور په برخه کړي .
زموږ ملګري وروسته له دوو ګانټو څخه په دالاندې پرېکړو سلا شول :

۱ افغانان لکه نور نړیوال دخپلې خپلواکي اوسوکالي حق لري دالوی نعمت باید لاس ته راوړو.

۲ دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه به په مېړانه دخپل هیواد او مظلوم ولس غږ پورته کړي همدا راز هره جفا او ظلم که زموږ دهر ورورقام په حق کې وشي لکه نن چې له پښتنو سره کیږي موږ به یې په وړاندې ودریږو داکه له هزاره، تاجک، ازبک، ترکمن اویا نورو وروڼو قومونو سره وي بیا به هم موږ بې تفاوته پاته نه شو.

۳ موږ داتش په نامه او غولوونکې ټولټاکنې غندو اوداد هغونویوغمیزو پیل ګڼو کومې چې دښکېلاکګروپه کرغېړنو نقشو کې ورځ په ورځ را برسېره کیږي .

۴ موږ دلږکیوکبرجنو احمقانه استبداد په کلکه غندو او دټولوناوړو پایلو مسؤلیت به یې دوی په غاړه اخلي .

۵ موږ سوله غواړو اوسوله په خبرو کیږي، داخبرې کېدای شي په یو نړیوال بې پرې کنفرانس او یا په یوه فلتر شوې او منلې لویه دودیزه جرګه کې تر سره او دیو لنډ محال حکومت په وسیله سره رښتینو ټولټاکنو ته زمینه برابره شي .

۶ موږ په افغانستان کې یو رښتینی ریاستي مرکزي حکومت غواړو نه تش په نامه ریاستي لکه دکرزي .

۷ که په راتلونکې کې لویه دودیزه جرګه جوړیږي نو بایدپه بنسټیز قانون کې اړین بدلونونه راوړي په تېره بیا

هرافغان ته صرف یو ځل داحق ورکړي چې ولسمشري ته ځان کاندیدکړي اوکه نه تل به داسې غوبل وي لکه دا

ځل چې قام دښمن کرزي جوړکړی و دیادولووړده چې ښکېلاکګرغواړي خپل ګوډاګی دمصري حسن مبارک په ډول په چوکۍسپور وساتي تر څو استعماري سرخوږی یې کم وي .

۸ نړیواله ټولنه باید دسولې لپاره نوی ګامونه پورته کړي دا که دیو نړیوال کنفرانس له لاري وي او که دلویې دودیزې جرګې له لارې څخه وي دا لمبې دوی راوړې دي دوی دې پخپله مړې کړي او کنه د دوی خپل زامن به هم ددې تپل شوې جګړې قربانیان شي .

۹ که نړیواله ټولنه په تېره بیا امریکا دنړیوال کنفرانس اولویې جرګې دایرول نه مني نوبیا دې دلږکیو کرغېړن استبدادته خاتمه ورکړي امریکادې نوره په هغوی نه نازیږي داخو هغوی وو چې هم یې دامریکانړیوال برم او هم یې د دیموکراسي پاکې کلیمې ته زیان ورساوه .

۱۰ موږ دزمري ۲۹تمه نېټه یوه بدمرغه، توره اوله جعل څخه ډکه ورځ ګڼوځکه خودملګرو ملتونوله سازمان، داروپایي اتحادې له غړواو دسپینې ماڼۍله مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې دنړیوالو په تېره بیا دافغان ولس په سترګوکې دنورې خاورې نه وراچوي، ژرترژره دې د افغانستان دولسمشري ټاکنې باطلي وګڼي ځکه چې د بېشمېرو درغلیو سربېره دولس ۱۳دیارلس په سلو کې هم ونډه نه وه پکې اخیستې، که تاسو دا ټاکنې نه باطلوﺉ نو بیا به ستاسودخوښې راتلونکې تش په نامه اداره هیځ قانوني حیثیت اومشروعیت ونه لري .

۱۱ هر چا چې زموږ د هیواد تباهي ته مټې را نغښتې دي موږ یې تاریخي دښمنان ګڼو اوله خپل پلرني هیواد څخه دفاع خپل مشروع حق بولو ، موږ ځانمرګي او بل مرګي ټول محکومو و موږ دټولې نړۍ لپاره سوله غواړو .

عزیزانو!

تاسو کولای شﺉ چې په دا لاندې لیکنو کې دتحمیلي ټولټاکنو او دلږکیو داستبداد په اړوند نوي مالومات تر لاسه کړﺉ همدا راز په دې http://larawbar.com/peace پته هم څه نوی مواد موندلای شﺉ .