کور / تازه خبرونه / نارامه ولسواليو کې د رايو بکسونه هسي ډک شوي دي

نارامه ولسواليو کې د رايو بکسونه هسي ډک شوي دي

غزني – د وږي لومړۍ،١٣٨٨

په غزني کې د ټاکنيزو شکايتونو د اورديدو د کميسيون چارواکي وايي،چې دوى ته داسي شکايتونه ورغلي،چې په نارامه ولسواليو کې چاپه ټاکنو کې برخه نه ده اخيستي خو داريو بکسونه ډک شوي دي.

ورته شکايتونه د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د کانديدانو څارونکي هم لري،چې د ١٣ ولسواليو د ټاکنو پايلي پټي ساتل شوي دي.

په غزني کې د شکايتونو د اوريدو د کميسيون مشر ډاکټر نادر نيکيار وايي،چې په لسګونو داسي شکايتونه ورته رسيدلي،چې ولسمشري او ولايتي شورا د ځانګړيو کانديدانو په نوم ډک شوي رايي پاڼې صندقونو ته لويدلي دي.

نيکيار وايي چې ددې ترڅنګ په ځيني نور داسي واړه شکايتونه هم تر لاسه کړي،چې په ټاکنو کې د کانديدانو څارونکيو او د ټاکنو د دفتر مامورينو هم درغلۍ کړي دي.

په غزني کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين مشر حاجي محمد زمان وايي،چې د غزني په ١٣ نارامو ولسواليو کې هيچا رايه نه ده اچولې،خو بکسونه ډک راغلي دي.

نوموړى وايي په دې اړه کره انځوريز او غږيز سندونه تر لاسه کړي دي او بيايي د شکايتونو د اوريدو او د ټاکنو خپلواک کميسيون ته سپارلي دي.

په غزني کې د قومونو د شورا غړى قدرت الله غوثي،چې د مرکز اړوند اسفندي کلي له انتخاباتي مرکزه يې ليدنه کړې وايي،چې په دې مرکز کې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ کسانو په بکسو کې رايي پاڼې اچولې.

دى زياتوي،چې له دې مرکزه يې فلم هم اخيستي،چې د اړتيا په وخت به يې د سند په ډول وړاندي کړي.

دغه راز د اندړو ولسوالۍ په چهارديوال کې د عبدالغني په نوم يو تن،چې له يو امنيتي کمپنۍ کې کار کوي د رايو د صندقونو ډکول پخپلو سترګو ليدلي دي.

دى وايي په د مرکز کې يې د ولايتي شورا څو تنه کانديدان وليدل،چې دخپلو ځانو لپاره يې په بکسونو کې رايي اچولې.

عبدالغني زياتوي،چې زه د رايي اچونې لپاره ورغلم،خو چې دا حالت مې وليد جنجال موهم وکړ،خو ځاى يي ونه نيو.

دى زياتوي ،چې د ټاکنو له ورځي يوه ورځ وروسته په دوهم ورځ هم په دې مرکز کې د بکسونو ډکول روان وو.

په دې نارامو سيمو کې،ګيلان،مقر،اب بند،ګيرو،قره باغ،واغز،خوګياڼې،رشيدان زنخان،اندړ او اجرستان هغه ولسوالۍ دي،چې د ټاکنو تر نېټې دوه ورځي مخکي ټولي لاري تړل شوې وې او خلک له کورو نه وتل.

ناوه هغه ولسوالۍ ده،چې له تير يوکال راهيسي د دولت د وسلوالو مخالفينو په لاس کې ده،خواجه عمري او ده يک هغه ولسوالۍ دي،چې په ځيني سيمو کې يې ټاکنې تر سره شوي دي.

د دولت وسلوالو مخالفينو ګواښ کړى و،چې په ټاکنو کې به څوک برخه نه اخلي او لاري به تړلي وي.

د غزني په ښار کې د ناامنۍ له ويري ډيرو لږو کسانو برخه واخيسته په ځانګړي د ميرمنو ونډه ډيره کمه وه.

د ټاکنو په ورځ د دولت د تيارسۍ له حالت سره طالبان وتوانيدل،چې د راکټونو په ويشتلو او خورو ورو جګړو له امله په ټاکنو کې دخلکو د ګډون کچه راکمه کړي.

دې امنيتي ګواښونو په مرکز کې هم په ټاکنو کې لاس وهنې ته لاره هواره کړه ان تردې پوري چې د ټاکنو د دفتر ماموينو او د کانديدانو څارونکيو رايي پاڼې غلا کړې.

سيد بشير بشارت،چې د ټاکنو د څارنې د ملي اداري FIFA غړى دى وايي ،چې د غزني ښار د ميرمنو په يوه انتخاباتي مرکز کې يې د درغلۍ اسناد تر لاسه کړي دي.

دى وايي په دې مرکز کې د ټاکنيز محل مشري ميرمنو ته لارښونه کوله،چې يو ځانګړي کانديد ته رايه ورکړي.

نوموړى وايي،چې په دې مرکز کې يوې ميرمني په لسګونو رايي پاڼې پرته د کارت له سوري کولو اود ګوتي له تورولو د يو کانديد په ګټه کارولې دي.

د غزني په ښار کې ډير داسي کسان شته،چې وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شورا پر نوماندانو د بې باوري له امله يې رايه وانه چوله.

ډاکټر احمد الله يو له دې کسانو دي،چې له امنيتي ويري پرته،د ټاکنو کارت يې هم په جيب کې و رايه نه ده ورکړې.

دى وايي،ځکه مې رايه ور نکړه،چې په دې کانديدانو کې مې داسي څوک و نه موند،چې د ولس غوښتنې پوره کړي او په اخلاص هيواد ته خدمت وکړي.

دى زياتوي زما په څير ډير داسي کسان شته،چې د ناهيلۍ له امله ټوله ورځ پخپل کور کې تيره کړه.

خو په غزني کې د ټاکنو د دفتر مشر عبدالباري رحيمي وايي،چې ټاکنې رڼې وې،په کې ډيره ليږ درغلي شوې او دغه دخلکو ګډون ډير پراخ و.

دى وايي کڅه هم رايي پاڼې نه ټولي نه دي شميرل شوې،خو له لومړنيو مالوماتو له مخي ولسمشر کرزى تر نورو کانديدانو شپېته سلنه مخکي دي.

په غزني کې د بيلا بيلو رسينو خبريالانو هم د دې په اړه خپل شکايت ثبت کړ،چې د رايي شميرني د لومړنيو پاليو له هغو پنځو جدولونو،چې يو يې بايد خبريالانو ته وسپارل شوى وى،تر دې مهاله پټ ساتل شوى دى.