video " /> video " /> video " /> video " /> د کندهار ښاريانو څلورم روژه مات په وينو ورنګېد  – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / د کندهار ښاريانو څلورم روژه مات په وينو ورنګېد video video

د کندهار ښاريانو څلورم روژه مات په وينو ورنګېد video video

 نن(د روژې مبارکي څلورمه) روژه مات مهال د کندهار ښار يوې کمسارې درنې چاودنې ولړزاوه. دغه چاودنه د ښار په زړه کي د پراته سپوږمۍ په نوم د ودونو يوه شخصي سالون کيڼ اړخ ته د غځېدلي سړک پر غاړه په يوه ولاړ موټر کي رامنځته سوه. د دغي چاودني له امله نژدې ١٠٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چي اکثره يې عادي دوکانداران، لارويان او شاوخوا کورونو اوسېدونکي وو. د خلکو په وينا چاودنه دومره زوروره وه چي تر لسو پنځلسو کېلومترو په ليرو پرتو سيمو کي يې لا کورونه لړزولي او هنداري و دروازې ماتي کړي دي .


د ميرويس روغتون له نوکريوال داکټر سره د لر او بر د کندهار څانګي د مستقيم تماس تر نيولو وروسته معلومه سوه چي نژدې ٤٠ تنه مړه او ٥٦ تنه ژوبل دي. سيمه ژر تر ژره د پوليسو، ملي اردو او نړيوالو ځواکونو له خوا محاصره او د عادي تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.


دغه راز په سيمه کي اور هم لګېدلى چي د اوروژونکو تر اوږدمهالي مبارزې وروسته کابو سو. د موټربم د اصلي هدف په اړه لا تر اوسه څه نسي ويل کېداى خو بايد وويل سي چي د چاودني د ځاى پر ډېر لنډ واټن د ملي امنيت تر رياسته يو ورغلى فرعي سړک پروت دى او همداراز هغه عمومي سړک چي پر غاړه يې ياده سوې چاودنه رامنځته سوې، د ولسمشر د ورور احمدولي کرزي د کور مخ ته هم تېر سوئ دئ .


د پيښي وېډيو :





د پيښي انځورونه :