کور / راپور / د پښتو موسيقۍ له استاد پاينده محمد (منګل) سره مرکه

د پښتو موسيقۍ له استاد پاينده محمد (منګل) سره مرکه

اوسنۍ موسيقي په پښو تاثير لري خو په زړه يې نه لري
زما مور چې ده، ډېره تنګ
نظرې ښځه ده، زما په ورور به يې زما پښې وتړلې او وهلم به يې.
د پښتو موسيقۍ له
پياوړي استاد ډګروال پاينده محمد (( منګل )) سره د نړۍ اونيزې مرکه


نړۍ : استاده ! له نوم، څېرې او غږ سره خو مو ډېرى هېوادوال اشنا دي؛ خو بيا هم
که په لنډ ډول ځان د نړۍ اونيزې لوستونکو ته وروپيژنې، ښه به وي.
منګل : زما
اصلي نوم پاينده محمد و.
نړۍ : که دا راته ووايې، چې سندرو ويلو ته مو کله،
څنګه او ولې مخه کړه؟
منګل : بس علاقه مې وه، شوق مې و، شپاړس کلنۍ نه مې ورته
مخه کړې، مکتب کې به مې ترانې ويلې، زما  غږ زما د ملګرو ډېرخوښېده ؛ په کلي
کې به يې هم په ما سندرې ويلې؛ خو چې کور ته به تلم بيا به مې قفايي وهل خوړل، ډېر
وهل مې خوړلي.
نړۍ : ولې مو قفايي وهل خوړل؟ د کورنۍ مو درسره د سندرو په ويلو
خوښه نه وه که سندرې دې خرابې وېلې؟
منګل : ولا ډېر يې وهلم، پلار خو مې ارکان
حرب د ترګي و، ډګرمن و، زما مور چې ده، ډېره تنګ نظرې ښځه ده، زما په ورور به يې
زما پښې وتړلې او وهلم به يې. يوه ورځ مې ورته وويل چې ولې مې وهئ ؟ ولې په دې کې
څه ګنا ده چې زه سندرې وايم؟
بابرزى : تاسو داسې وکړئ چې مرکه هم کوئ او چاى هم
څښئ.
نړۍ : ښه استاده مهرباني وکړئ!
منګل : هغې ويل  له کله چې ته په دا
ودونو کې سندرې وايې، زمونږ د کور څا ته چې کومې ښځې راځي وايې  چې څومره
ملکزاده خلک وئ اخر مو زوى ډم شو، پدې دې وهم.
نړۍ : هغه مهال چې دې سندرې پيل
کړې چا درته لارښوونه کوله، کنه په خپل سر لګيا وې؟
منګل : زما اولنى استاد
ذاخيل صيب و، بيا مې استاد محمد عمر شو، پاکستان ته چې لاړم نو ستار مې استاد
ؤ.
نړۍ : په لومړي ځل مو د  چا او کوم شعر ووايه؟
منګل : د عاشق الله
فرياد شعر و، داسې و چى:  خوب خندا مې حرام شو په غم دليلا – د مجنون په شان
ګرځم په دښت او صحرا
نړۍ : بيا نو کومه سندره ددې لامل شوه چې تاسو ته يې شهرت
درکړ او خلکو وپېژندئ ؟
منګل : زه پرې نه پوهيږم چې کومه وه.
نړۍ : ښه تر
دا مهاله به مو ټولې څومره سندرې ويلې وي؟
منګل : يره څه ووايم.
نړۍ : بيا
هم که داسې په اټکلي ډول يې ووايئ.
منګل : يره غاړه پکې نه بندوم، زما په نظر
داسې يو نيم زر، دوه زره به وي. دوګانه، تنهايې ټولې هم تلوېزوني هم راډيويي

نړۍ : ستا په خپلو سندرو کې کومه يوه ډېره خوښېږي چې ته يې ډېره اورې؟
منګل
: ولا دا خپل اولاد خو د هر چا خوښېږي، خبره دا ده چې داسې مشخصه سندره نشته چې زما
هماغه خوښېږي.
نړۍ : يعنې خپلې ټولې سندرې دې خوښېږي؟
بابرزى :  نه
استاده! يوه خو به ضروري وي کنه چې ډېره دې خوښېږي.
منګل : ښه داده: باده وېسه
سلامونه مې هغوئ ته – مسافرو جړو پړو وربلو ته
د دې طرز او شعر مې ډېر خوښېږي

نړۍ : استاده يواځې همدا د موسيقۍ په برخه کې کار کوې که کوم بل مسلک هم
لرې؟
منګل : ما خو تربيت بدني لوستى او زه په پوهنتون کې د وليبال ترينر وم، بيا
عسکرۍ ته چې لاړم خدمتي يې وغوښتم، کابل کې راډيو تلوېزون ته راغلم، د کنسرټونو
مديريت کې پاتې شوم، ترخيض مې له دې ځايه واخيست، پس له هغې نه وزارت داخلې ته لاړم
نو ډګروالۍ ته ورسېدم، پس له هغې نه وتښتېدم هندوستان ته.
نړۍ : ولې هندوستان
ته وتښتېدې؟
منګل: نو خو دلته ګوزاره نه کېده، چا د ګلبدين سره اړيکې ټينګې کړې،
چاله بل سره، مونږ به څه کړي واى، مختلف ګروپونه وه، کوم ګروپ ته مو ځان تسليم کړى
واى؟ او چې زنانه هم درسره سندرې کړي وي، په دې غرونو کې مونږه له وېرې نشو تلاى خو
ګوزاره نه کېده.
نړۍ : اوس مهال وخت په څه تېروئ؟
منګل : بس همدغه يا قربان
دى، هغه هم کله کله، نور کارونه مې له لاسه نه کېږي.
نړۍ : د چا شعرونه دې ډېر
ويلي او د چا شعرونه دې خوښېږي؟
منګل: ولا دغه د بابرزي صيب چې دلته ناست دى،
دده شعرونه مې ډېر ويلي او خوښېږي مې هم. په دې چې د بابرزي صيب شعرونه ډېرساده دي،
داسې په زړه باندې چک لګوي.
بابرزى : نه، نه زه شاعر نه يم .
منګل : اوس د
حمزه بابا د شعر که وګورو، موسقيت پکې ډېر په مشکلاتو راځي، د هغه د شعر په مانا هم
څوک نه پوهېږي، چې فاکولته يې نه وي لوستې؛ نو خبره دا ده چې د بابرزي ساده شاعري
ده مګر په زړه لګيږي.
نړۍ : نو په دا دومره شاعرانو کې مو يوازې د يوه کس شعر
خوښېږي؟
منګل : نه، د رحمت شاه سائل ، د حبيب الله زړه سواند صيب ، د محمد اعظم
اعظم هر شاعر يو ښه شعر لري، زر شعره د يو شاعر نه ووځي، سندرغاړى هم په يوه سندره
شهرت پيداکوي، نور چې بيا څه چټيات وايي.
نړۍ : استاده! سره له دې چې اوسمهال
سندرغاړي بېخي ډېر شوي، ستا په کې کوم يو خوښيږي ؟
منګل: زه د  خيال محمد
او ايوب له غږونو سره ډېره مينه لرم.
نړۍ : د خپلو شاګردانو په اړه که راته لږ
وغږېږې، بده به نه وي.
منګل : يو شاه محمد معور دى، بل دين محمد دى، ګل جان مې
هم شاګرد دى، قاري فريد مې نوى شاګر دى.
نړۍ : اورېدلي مې دي چې قاري فريد په
سترګو معذور او د قرانکريم حافظ هم دى، خو تا په سندرو راوړلى، دا ريښتيا ده؟

منګل : ( خندا ) هغه خپله ماته وايي چې له حلواګانو نور خسته شوى يم، زړه مې دى
چې نور کوفتو ته شم. ما وېل ځه سهي ده؛ نو ملايانو ته خو همدا حلوا حواله
وي.
نړۍ : استاده له خندا دې مړه کړو، که ووايې چې د پخوانۍ او اوسنۍ موسيقۍ
توپير په څه کې دى او کومه ستا خوښېږي؟
منګل : پخوانۍ داسې وه چې راډيو ته چې
تلې، دوه شاعران  به و، يو د پښتو يو د دري لپاره. يو امان الله سيلاب صيب و،
خداى دى وبخښي، بل حافظ صيب و، دوى اول شعر چيک کاوه، چې قوت يې څومره دى، پس له
هغې يو کميسيون و چې دوى  سندرې ورکولې. اتلس استادان وو، چې دا سندرې يې
اورېدلې چې لږ به ښه وه هغه به يې تلويزيون ته ورکولې، نورې راډيو ته، ډېرې چې به
خرابې وې کنسل يانې لري به يې کړې او اوس خو له خور او مور سره هر څوک ګډيږي، بس
همدا خپل کلېپونه تلوېزونونو ته ورکوي، نور مواد نه لري، نه پکې افغاني کلتور نه
افغاني فرهنګ مراعتېږي، نه پکې انسانيت شته، مخکې معياري شعرونه وه موسيقۍ ته کار
کېده، اوسني شعرونه په پښو تاثير لري خو په زړه يې نه لري، دا تلويزونونه هم نور
پروګرامونه غريبان نه لري بس همدا چټيات خپروي.
نړۍ : دا کوم سندرغاړي چې ډېر بې
ارزښته شعرونه لولي او زمونږ له کلتور سره بيخي په ټکر کې دي، دوى ته تاسې څه ويل
غواړئ؟
منګل : بس خداى دې په صراط المستقيم برابر کړي، نور به څه ووايو، دوى سره
د منګل څه زور رسېږي. ته ګوره دې اريانا ټلوېزيون ته يا خو شعوراً دا کار کوي يا
څوک نشته چې پام ورته وکړي:
په پله راغلى يې که په ژاله
هغه بغير له جالې نه
ژاله نشي کېداى او بيا د نشر وخت کې په ټايټل ليکلي: په پله راغلى يې که په
ژاله  په (ژ) ژبې يې ليکلى دا لويه ګناده په ژبه کې بله سندره له همدې آريانا
نه خپره شوې دا وطن مو ځان دى- دا افغانستان  دى -شايد تا اوريدلى وي که
څنګه؟
نړۍ : بالکل
منګل: ګوره! او داسې پوه سړي پکې نشته، هر چا خپل او
خپلوان راوستي، مسلک يې نه دى معلوم چې يو شاعر وي چې چک يې کړي ، بس څه چې وي نشر
يې کړي نور پرابلم ختم شي.
نړۍ : استاد جانه ! اوس سندرغاړي ډېر زيات شوي خلک
وايي چې نن سبا چا ته بل کار پيدا نشي نو سندرو ويلو ته مخه کوي، ته په کې څه وايي
؟
منګل : په امريکا کې دومره مهاجر نشته لکه دا سندرغاړي چې دي.
نړۍ : يعنې
دا ريښتيا ده؟
منګل: بالکل يې منم.
نړۍ : ښه نو دا ډول سندرغاړو ته څه وايئ
چې د بې روزګارۍ له امله سندرو ته مخه کوي؟
منګل: دوى چې له چا سره مشوره وکړي،
دا د شرم خبره نه ده. شاعر سره دې مشوره وکړي، هغو انډيوالانو  سره چې تاثير
ولري، اول دې په شعر ورسره وغږيږي چې دا شعر څنګه شعر دى، بيا دلته ډېر خلک شته چې
په موسيقۍ پوهيږي، بل کمپوز دى بيا دې ثبت کړي، مګر زما خواهش له دوى نه دا دى چې
سربه خود کار دې نه کوي، دا ډېره لويه ګناه ده، جرم دى.
نړۍ : اوسمهال مو کومه
نوې سيډي يا کسټ ښار ته راوتې کنه؟
منګل: ياره نه ولا ،نشته، ډېر وخت کېږي چې
کيسټونه مې نه دي کړي.
نړۍ : ولى؟ لامل يې څه دى؟
منګل : يره ګرانه! مونږ هم
ولاکه نور اوزګار يو، حوصله مې هم نوره نه ده پاتې.
نړۍ : اوس هم امريکا کې
اوسې؟
منګل: بلې
نړۍ : امريکه کې پښتانه سندرغاړي شته.،کنه؟  که وي څه
حال يې دى؟
منګل: درې ژبې پکې شته، پښتانه مانه دي ليدلي، که وي هم زه يې نه
پېژنم .
نړۍ : ښه استاده په پاى کې خپلو مينه والو ته څه ويل لرې؟
منګل : يو
رشوت دى، يو چور. پيغام مې دا دى چې دغه په وزارتونو کې چې ناست دي، دغه چور دې
بندکړي، دغه خلک ډېرې پېسې پيداکوي، خارجي پيسې لري. دغه نن سبا چې انتحاري کيږي،
لاملين يې همدوى دي، هغوى مظلومان خو اوړه نه لري، پيسې نه لري، دوى خو په
لنکروزرونو کې ګرځي، په ضد د زرې شمارو کې ګرځي تر څو چې له سره نه خبره پاکه نشي؛
نو د امردارى به تر اخره روان وي.
نړۍ : رښتيا تا وويل چې امريکه کې اوسئ، دلته
څنګه کوم کنسرت ته راغلى يې که څنګه؟
منګل: د زوى واده مې وو، ورته راغلى يم.

نړۍ : څنګه د زوى واده کې دې خپله سندرې وويلى کنه؟
منګل: بلې ومې کړې
سندرې، بابرزى صيب هم ناست و.
نړۍ : ډېره مننه استاده! خوشال اوسې چې مرکه دې
راسره وکړه.
منګل: له تا نه هم ډېره مننه، هغه نوم دى زما له ياده ووت.
نړۍ
: انورالحق يرغل
منګل: ځه نور مې له ياده نه ا وځى، خداى (ج) دې تا او ( نړۍ )
اباد لري.