ورځپاڼو ته کتنه
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اعلان، سیاسي حالت او د هیواد په روانی امنیتي وضعې په اړه مطالب خپاره کړیدي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب یې ترې چمتو کړې دې.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په هغو اندیښنو تبصره کړې، چې د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته د اعتراضونو له اړخه موجودی دي.
ورځپاڼې په دوام کې د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې له ولسمشر کرزي او ډاکتر عبداله نه يې دا ډاډ ترلاسه کړې، چې د ماتې په صورت کې به خپل پلویان د اعتراض لپاره نه هڅوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو لپاره د امریکايې مشرانو په هڅو تبصره کړې، خو لیکلي ديو چې د ځواکونو په زیاتیدو سره به تاوتریخوالې نور هم زیات شي.
په ورځپاڼه کې د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته دا سپارښتنه هم شویده، چې د یو بریالي حکومت لپاره باید له ولس سره نږدې اړیکې وساتي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې ولس په انتخاباتو کې په ګډون سره له دغه ستر ازمون څخه په بریالي توګه راووت خو اوس د سیاستوالو وار دې، چې د ملت ارادې ته غاړه کیږدي او دغه ازمون په بریالي توګه تیر کړي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د انتخاباتو د لومړنیو نتخایجو اعلان ته په اشارې لیکلي دي، چې د انتخاباتو لس فیصده اعلان شوي نتایج ښۍ، چې حامد کرزی د کاندیدانو په سر کې ځاې لري.
ورځپاڼې د افغانستان د ملي اردو د وړتیاو لوړیدو ته هم اشاره کړې او پدې ترڅ کې د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي دي، چې تر ۲۰۱۶ میلادي کاله ملي اردو یوه مکمله هوايي قول اردو ولري.
هشت صبح :
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب د بلخ له والي سره د امریکا د ځانګړي استازي او د ملي امنیت د عمومي رئیس لیدنې ته په اشارې هغه يې د یو ائیتلافي حکومت د جوړولو هڅې بللې دي.
ورځپاڼې د بلخ والي ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي دي، چې په دواړو لیدنو کې د بلخ والي ته له ولسمشر کرزي سره د یو ائیتلافي حکومت د جوړولو وړاندیز شوې خو د بلخ والي دا وړاندیز له وخته مخکې بللې دې.
دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته د ممکنه اعتراضونو په اړه شتو اندیښنو ته کتنه کړې خو د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله يې لیکلي دي، چې له هغو کسانو سره به جدي قانوني چلند وشي، چې امنیت ګواښوي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د الشرق الاوسط عربي ژبې ورځپاڼې سره د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال د مرکې ځینې برخې راخستي او لیکلي دي، چې حامد کرزی د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره غوره کاندید دې.
ورځپاڼې په دوام کې د اجرایه مدیر په حیث د زلمي خلیلزاد د ټاکلو په اړه د ښاغلي کریم خلیلي په حواله لیکلي دي، چې دا اوازې ده هم اوریدلي خو د افغانستان په اساسي قانون کې داسې پوسټ نشته.
د ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا خبر ورکړل شوې، چې په کابل کې د خوراکي موادو بیې ټیټیږي، ځکه د ورځپاڼې په وینا کابل ته په خوراکي موادو بار دولس سووه موټرې رارسیدلي دي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د ځینو رسنیو کړیو او څیرو لخوا د انتخاباتو د نتایجو په خپرولو او د نتایجو له اعلان وروسته د اعتراضونو بحث کړې او لیکلي دي، چې دا ډول قضاوتونه نه یوازې عامه افکار تخریبوي بلکه د بحران د زیږیدو سبب ګرځي.
خو اصلاح بیا په هغو لارو چارو تبصره کړې، چې په نشه د روږدي کیدو مخه نیولې شي او لیکلي دي، چې سالمه بوختیا او سپورټ پدې برخه کې خورا ګټور ثابتیدلې شي.
افغانستان ټایز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له ګوانتانامو څخه د افغان بندي محمد جواد خوشې کولو لپاره د امریکا وروستې اقدام د هرکلي وړ بللې دې خو په عینې حال کې په دغه زندان کې له بندیانو سره په ناوړه چلند اندیښنه څرګنده کړې ده.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزه انځور کړې او پکې دا ښودل شوې، چې ځوانان پاسپورټ په لاس د سفارتونو مخې ته ولاړ دي خو ویزه هم نه ورکولې کیږي.