کور / سياسي / نيویارک ټایمز: له انتخاباتو را وروسته

نيویارک ټایمز: له انتخاباتو را وروسته

د نيویارک ټایمز اخبار د اګست پر ۲۹ مه د افغانستان انتخاباتي رسوايي په باب سرمقاله ليکې ده چي د افغانستان په ارتباط د امریکا د خلکو او مطبوعاتو زياتېدونکي اندېښنې ښيي. د سر مقالې هدف دا دی چي جمهورریس اوباما ته د افغان جنګ د لا پراخولو په اړه خبرداری ورکړي. سرمقاله په عمومي توګه په افغانستان کي د امریکا زياته مداخله او پاته کېدل د امريکا د ګټو لپاره زيانمني ګڼي. د افغانستان له باتلاقه ځان ساتل، د راوتلو لپاره يوه چاره برابرول، او په افغانستان کي په احتیاط او سوچ قدم ايښودل د امریکايي مطبوعاتو عمده ټکي جوړوي. د نيویارک ټایمز ورځپاڼه که څه هم په عمومي توګه د ښاغلي اوباما دداخلي او خارجي پاليسيو ملاتړ کوي، خو پدې وروستيو وختونو کي په زياتېدونکې توګه د افغانستان پروژې ته د شک په سترګه ګوري، او پدې هکله جمهورریس اوباما ته پرله پسې خبرداری ورکوي. د افغانستان په باب د نيویارک ټایمز د انټرنټي سوال او جواب او بحثونو په ويبلاګونو کي زياترو ګډون کونکو په افغانستان کي د برتانيې او شوروي ترخو تجربو او ناکامو مداخلو ته اشارې کوي، او اکثرو ليکوالانو د اوباما حکومت ته خبرداری ورکوی چي افغانستان بايد په احتیاط سمبال کړي. په لاندې سرمقالې کي چي پوره ژباړل سوې ده، د امريکا په جامعې او مطبوعاتو کي د عامه افکارو د عمومي جهت ښکارندوی دی.



پنځه مياشتي پخوا جمهورریس اوباما د افغانستان په ارتباط خپله نوې تګلاره اعلان کړه. هغه ژمنه وکړه چي زياته پانګه به پر ملکي او غير نظامي پروګرامونو باندي اچوي، خو دمګړی امریکايي قومندانان پداسي وخت کي د نورو اضافه عسکرو غوښتنه کوي چي د طالبانو او القاعدې پر خلاف جنګ په زياتېدونکی توګه ګران او اوږدېږي.



د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز، مایک ملون، وايي حالات « خطرناکه او مخ پر خرابېدو دي.» لدې څرګندوني څخه څو ورځي را وروسته، څلور امریکايي عسکر د سړک د غاړي بم ووژل. پدې ترتيب، د امریکايي او ناټو عسکرو لپاره ۲۰۰۹ تر ټولو مرګانی کال سو؛ ځکه نو اوس د عامه افکارو وروستي نتايج چي د اته کلن جنګ سره دامریکایانو زیاتېدونکی مخالفت ښيي د فهم وړ دی. په عراق او افغانستان کي، متحده ایالاتو د څه د پاسه ۵۰۰۰ عسکر قرباني او څه د پاسه ۹۰۰ بيلونه ډالره لګوي دي.



د ښاغلي اوباما فيصله چي له عراقه يې افغانستان او پاکستان ته توجه زياته کړې ده، سمه او معقوله ده. پاکستان يو جدی خطر دی. پاکستان داخلي قومي شخړي لري، خو تر څنګ يې څه د پاسه ۶۰ ذره وي وسلې هم لري. پاکستان د طالبانو او القاعدې اصلي اډه ده. خو لدې سره سره يو حياتي سوال بايد مطرح سي او هغه داچي ایا په هغه سيمه کي هر ځای پانګه اچول په رشتیا د متحده ایالاتو د امنیتي اهدافو لپاره ضروري دي؟ د بش په دوران کي د عراق د جنګ په هکله ددغه بنيادي تحلیل په باب چندان غور او سوچ نه کېده.



په افغانستان کي همدااوس څه د پاسه ۱۰۰۰۰۰ غربي عسکر پراته دي. له دريو څخه دوې برخي يې امریکایان دي، خو نورو اضافه عسکرو ته لا هم اړتيا سته. افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو پر تصميم باندي بايد سپينه مانۍ، کانګرس، او امريکایان ښه چورت ووهي. دوې اونۍ وروسته به جنرال مک کریسټل د جنګ په ارتباط خپله څېړنه او ملاحظات وړاندي کړي. که چيري ده نور عسکر غوښتل، هغه مجبوره دی چي دې سوال ته جواب ووايي چي څرنګه به نور عسکر د ښاغلي اوباما د « غښتلي، بهتري، او هر اړخېزي ستراتيژۍ په عملي کولو کي مرسته وکړي؟»



د ښاغلي اوباما تګلاره يوازي له ستراتیژيکي لارو، کوتلونو، او ښارونو څخه د طالبانو شړل نه ول، بلکي د اوباما په ژمنو کي دغه راز په کابل کي پر يومسول او باکفايته حکومت باندي ټينګار، د بزګرانوسره د مخدره موادو په راکمولو کي مرسته ، او د مسلکي پوليسو او پوځ رزول هم شامل ول. هغه مجبوره دی چي افغانستان ته زيات ملکي ماهران واستوي څو د افغاني حکومت استعداد او ظرفيت جګ سي، د بياودانولو لړۍ ګړندۍ سي، حکومت ښه او پاک سي، او د عدالت او قضا نظام جوړ سي. بل حياتي کار: د طالبانو سره يوې روغي جوړي ته رسېدل دي.



د کابل حکومت څخه د افغانانو عمومي بېزاري، په انتخابات کي نه ګډون، د طالبانو حملې او تهديدونه، او په انتخاباتو کي پراخي ټګي برګي شرايط لا خراب کړي دي. تر ټولو بده لا دا چي دواړه مخکښه کاندیدان د افغانستان د پرابلومونو د حلولو لپاره واقعي پلانونه نلري.



داسي ښکاري چي جمهوررس حامد کرزی پر اصلي حریف باندي څه مخکی دی، خو د تقلب او جعل کارۍ الزامونه به خامخا هېواد د ډېر وخت لپاره بې ثباته وساتي. له پخوانيو بدنامو جنګسالارانو سره د حامد کرزي له شرارته ډک ایتلافونه د ملک د بياودانولو او ښې راتلونکې د جوړولو په لاره کي لوي خنډونه ایجاد کړي دي.



د متحده ایالاتو کانګرس پر ښاغلي اوباما باندي فشار اچولی دی چي تر راتلونکي پسرلي پوري په افغانستان کي پرمختګ وښيي، د اوباما حکومت تمه لرله چي انتخابات به په هېواد کي پرمختګ وښيي، او د نورو اضافه عسکرو او پيسو غوښتل به يوه معقوله فصيله وښيي. خو که چيري انتخابات يو داسي حکومت رامينځته کړي چي حتی خپله افغانان يې هم نا مشروع وګڼي، بيا نو د اوباما د غوښتنو عملي کول ناممکنه کېږي.