کور / شعر / غزل

غزل

بې پلاره زندګي ده او بې موره زندګي
بې ياره زندګي ده او بې کوره زندګي
پردی پردی ماحول دی پردۍ پردۍ کوڅې دي
بې څوکه زندګي ده او بې وروره زندګي
غمونه دی دردونه دي سکون اوارام نشته
بې شرنګه زندګي ده او بې شوره زندګي
عمرونه مو برباد شول نه ددين نه ددنیاشو
افسوس څنګه مو تېره کړه بې سوره زندګي
لمبې دي سرې سکروټې دي اتل پکې راګېر دی
والله چې تېروي ډکه له اوره زندګي