کور / علمي / اې محکومو لروبر افغانانو، هرچيري چي ياست ، دهيواد دخپلواکۍ

اې محکومو لروبر افغانانو، هرچيري چي ياست ، دهيواد دخپلواکۍ

په خاطر داشغال پر ضد لاسونه سره ورکړئ !



 پيل



 الف ۰ اوس به وګورو چی اشغا ل يعنی څه او څنګه ؟



 ب ۰ دتاريخي هيواد دافغانستان اشغال دڅه له پاره ؟



 نتيجه ۰



استعماری هيوادونو دپيړيوپيړيو څخه را په دې خوا دخپلوګټواو ثروتونو دزياتولو په خاطر په زور او استعماری توګه ډير آسيايي ، افريقايي او لاتينی امريکا نا وسه هيوادونه اشغال او طبيعی ډیرغنی ثروتونه يي ځينی چور او لايي او هم په مختليفو شکلونو چوروی ۰ دنوموړوچپاولونو دتامين په خاطر يي دهيڅ ډول وحشتونو ، مرګونو او ولسونو خرابولو څخه ډډه نه ده کړې ۰


په همدې لړکی انګريزی تاړاکګرانو،په تيروپيړيوکی ، دګران هيواد افغانستان داشغال له پاره وختی لا دخپلواستعماری ګټو او ستراتيژيکو سيمو دنيولو په خاطر پر هيواد درې واری پراخی او سختی حملې کړی دی ۰ چی په هر وار يي افغانانو داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی ۰ څو دنړۍ په آزاد بخښونکو نهضتونوکی يي دو ياړه ډک مقام وموند ۰ او همداسی يي خپلو آينده نسلونو ته دهمت او غيرت درسونه ور پريښودل ۰ البته ، داسی درسونه چی نن يي په هيڅ صورت نه شو هيرولای ۰


که څه هم په ــ ۱۸۴۲ ــ کال انګريز ی جبارانو تاريخی ماته وخوړله خو بيايي هم نه خپل استعماری هدفونه هير کړی او نه يي هم دهغی شرمناکی ماتی پيغور او انتقام له پاره څخه وتلی دی کومی چی په نړۍ کی دلومړی وار له پاره هغه امپراتوری ولړ زوله ، دکومی چی ــ پر خاوری باندی لمر نه لويد‌‌ی ــ ۰


دافغان ـــ انګليس دوهمه جګړه په ـــ ۱۸۸۰ ـــ کال کی دغازی محمد ايوب خان تر لارښودنی لاندی دقهرمانو افغانانو په واسطه بری ته ورسيده او انګريزانو يي ته يي دميوند په تاريخی ميدان کی يوبل تاريخی لوست ورکړ ۰ دانګريزانو بيا هم نه يوازی خپل دتجاوز شوم هدف هير نه شو بلکه دانتقام لمبو نورهم تک تور کړل ۰ څوپه ـــ ۱۹۱۹ ـــ کال غازی امان اله خان ، دې ملی قهرمان ، دبشپړ ی آزادۍ يو طرفه اعلان وکړ او دآزادی بخښونکی ملی جګړی وروسته يي انګريزانو ته ماته ورکړه اوهيواددنړۍ دآزاد و هيوادونو په کتارکی خپل مقام وموند ۰ حتی په همدغو وختونوکی هندی آزادی بخښونکو نهضتونو هم دغازی تر لارښودنی لاندی دآزادۍ غوښتنه وکړه ۰ البته ۰ دهندی مبارزينو نوموړی غوښتنی انګريزی واکدارانو نو هم سره وارخطا او نا کراره کړه او زهر پاشئ يي نور ی هم زياتی شوې ۰


دادی اوس چی جهان يو قطبه شوی ، نړيوال امپر ياليزم دنړۍ دتسخير ولو په خاطر بې رحمانه اوغير انسانی تجاوزات پيل کړی دی ، دهايتی دنيولو ، عراق دخرابولو او نا کراره کولو ، داسرائيلو په واسطه دفلسطين دخاوری دنيولو او همداسی يي دافغانی تاريخی خاوری اشغالولو په خاطر دهغه تروريزم په پلمه تر تجاوز لاندی نيولی ده ۰ چی تر اوسه پوری يي ـــ بوش ـــ او ـــ اوباما ـــ تعريف لا هم نه دی کړی ۰


اوس چی دامريکا په لار ښودنه دناټو تجاوز ګر تړون ، چی دوارسا دتړون تر انحلال وروسته بايد منحل شوی وای ، پر هيواد دــ ۲۰۰۱ ـــ کال څخه تر اوسه دهيڅ ډول وحشت څخه ډډه نه ده کړی او هره ورځ بي ګناه په توپ او توپک ، بمونو اوراکټونو او حتی په زهرناکو وسايلو له منځه وړی او يا هم د ـــ ګوانتا نا مو ـــ دغير انساني زندان په شان زندانونوکی شپې سبا کوي ، دڅه له پاره ؟


ټول افغانان بايد وپوهيږی چی داټول وحشتونه اووژنی يوازی او يوازی دافغانانو دغلامولو او هيواد داشغالولو له پاره دی !


اوس نو عمده پوښتنه بيا دا ده چی افغانستان اشغال دی که نه ؟


که اشغال دی نو يقينی ده چی افغانان ورځ په ورځ نو هم غلامان کيږی ۰ دغلامۍ ژوند چی هر څه وی فقط دسپی تر لکی لاندی ژوند دی ۰ نو بيله شکه چی دغلامۍ او اشغال څخه ځان ژغورل زموږ ټو لو افغانانو ملی ، ايمانی او افغانی وظيفه ده ۰ که اشغال نه وی ، نو دغه ـــ ۴۶ ـــ تجاوز ګر هيوادونه پر افغانستان ولی او دڅه له پاره راپريوتی دی ؟


دي څو طالبانو پر ضد؟ ياللعجب ۰


الف ۰ اوس به وګورو چی اشغال يعنی څه او څنګه ؟


اشغال په لغت کی مشغول کولو او کار بللو ته وايي ، خو په اصطلاح کی هيواد ونه نيول او سر بازان کښته کو ل دی ؛ دهغوی طبيعي ثروتونه او تجارتی بندرونه تصرف کول دی ۰ مترقی فرهنګونه يي په خپلو ټولو اړخونو کی تر پښو لاندی او په عوض کی يي خپل ناوړه فر هنګونه په زور او په چم مسلط کول دی ۰ دادی دنوموړو ظالمانه اعمالو په خاطر ناټويي قوتونه دټول نړيوالو قوانينو پرضد په افغانستان حملې کړی او قتلوته يي پيل کړي دی ۰ آ يا دلوړ تعريف او توضيح له مخی ويلايشو ووايو چی هيواد داشغال دی ؟


هو !


افغانستان دامقدس او تاريخی هيواد دـــ ۲۰۰۱ ـــ کال را په دی خوا په مستقيمه او ظالمانه توګه اشغال شوی او لاهم اشغال ليږی ؛ او لسونه يي هم په زور او وحشت ، په درواغو او دسيسو مريان کړی اولايي هم ۰۰۰۰


۱ ۰ تقريبأ دــــ ۴۶ ـــ متجاوز وهيوادونو په سر کی امريکا يي او انګليسی فوجونو چی دګران هيواد په هر ولايت ، ولسوالۍ ، او هرکلی کی چی په وس يي سوی دی ، داسی ننوتی دی چی نه يوازی دخپلی بادارۍ وظيفی اجراکوی بلکه په غرونو او دښتونو کی دطبيعی رنګارنګ ثروتونو دکشفولو او لوټولو په خاطر هم خپل استبدادته داسی ادامه ورکوی څوولسی غورځنګونه په راکټونو ، ټانکونو او نو رو ګرمو وسلو سر کوبه او خاموشه کړی ، که اشغال نه وی نو څه دی ؟


۲ ۰ دامريکا په لارښودنه دلومړی وار له پاره يي جمهور ريس کرزی دروزګان په غرونو کی دفضاڅخه ور کښته کړ او شمالي اتحاد يي بيا دامريکا يي لښکرو دپياده کيدولو چاری ور سمبالی کړې ، څو چی يي کابل او لازمی سيمی په تسخير کړې ۰ څومره عالی هيواد پالنه ! دادی اوس کرزی دبيا له پاره دخپلی غلامۍ پر ګامونو نوی ګامونه ايږدی اودجمهور ی رياست له پاره يي ځان کانديد کړی ۰ تقريبأ دوي مياشتی مخکی ديو څو نورو سيالو کانديدانو سره يو ځای ــــ اوباما ــــ دا دزړې سيکی دوهم مخ ته ور حاضر شو۰ خو ښکاره داشوه چی هغه څوک به ميدان وړی چی ډيربی همته ، دخپل قوم دښمن ، دامريکا يانو ډير پر اعتماداو مصرفونه زيات په شوي وی ۰ البته ، دا دخندا خبره هم پوره دويلو وړ ده چی مخکی امريکا يي واکدارانو اعلان کړه چی امريکا په انتخاباتو کی بی طرفه ده ۰ هو ! ـــــ درواغجن دی درواغ وايي خو ريښتيا ګوی دی قياس کوي ۰ ــــ لابه يې اشغال نه بولئ !


۳ ۰ په همدی توګه دحکومت کابينه نه يوازی دامريکا يي بادارانو ــــ ! ـــ نوکری کوی ، بلکه دناټو دستر وغړيو نماينده ګانو يي هم دهغوی دمنافعو له پاره پوره فعال دی ۰ دفعاليتونو په ټولو برخو کی به يي څوک ونه ويني چی دخپل ملت او قوم ، خاوری او ناموس دی کوم څوک دفاع وکړی ۰ داخو څرګنده ده ، يو څوک چی پخپله مريي وی بل مريي نه شی آزادولای ۰


۴ ۰ په دې رديف کی بله مهمه خبره داده چی امپر ياليستی واکداران په اقتصاد ی چارو کی هيڅ وخت نه غواړی چی داقتصاد هغه بنسټونه مستحکم شی ،کوم چی دټولنی داکثريت خکو له پره خير وررسوی ۰ نو ځکه يي په ډير لنډوخت کی ددولتی سکتور پر اقتصاد او انتظام وحشيانه حمله وکړه ۰ چی نه يوازی دکرزی دولت بايد په دننه کی استقرار ونه مومی او دهر څه له پاره بايد دناټو مفلسو جوالونو ته وګوری بلکه دی به پخپله هم په ناټو يي خيراتونو موړ نه شي ۰ پر همدغه اساس وګورۍ يو لړ نوري ستری مؤ سسی او فابريکی په ډيره ماهرانه توګه ديو لړ داخلی دخارجی قاچاقبر انو په لاس کښيوتی دی چی نه يوازی دملت ثروتونه غارت شول بلکه په لس هاوو زرو کارګرانو ددې غارت په نتيجه کی خپل دکلونو کلونودندي دلاسه ورکړی او نن يي ددوی کورنی دمطلق فقر سره مخامخ کړی دی ، په نتيجه کی وينو چی ټولنه تر پخوا لا هم غريبه او فقيره شوه ۰


۵ ۰ مهه مسله دفرهنګ او کلتور چاری دی چی امپر يالستی هيواد ونه تر څه لومړی حمله پر کوی ۰ ناټووالاوودهيواد دمعارفو پر نظام ژر حمله وکړه او په خپلو ټولو بی خبر يو سره يي په ميليونو نو ډالره دکتابونوپر ليکلو او چاپولو باندی داسی مصرف کړی چی دچا په تر وتلو ژر ځکه ورک او وسوځل شول چی دټولنی دفرهنګ او پخوانيو کتاب ليکنو دمتو دونو څخه به ليری وو ۰ دامشکل به يي تر هغه وخته روان وی څو دمعارفو واکداران او ليکوالان دناټو يي هوايي او خيالی متودونو څخه ټولنيز و واقعی اصولوته مراجعه وکړی ۰ په زړه پوری لاداده چی دافغانانو دذهنينو دډير خرابولو له پاره ، په ټولو هغو خرافاتو ټينګار کيږی چی کله دملنګانو او کله هم دمداريانو په فعاليتونو کی ځان ښکاره کوی دانو دانګريزانو هغه نا ځوانمردانه چالونه دی چی ډير پخوا يي لازموږ په ټولنه کی رواج کړی او اوس بيا انکشاف ورکوی ۰


داچی داسلام پر ضد دکليساوپه ګټه پلا نونه پر مخ ځی ولس ځکه نه دی ورته متوجه چی ولس يي دنس او نا آرامه ژوند په غم نيولی دی ۰


۶ ۰ داچی دناټو دظالمانه او وحشيانه بمباريو په نتيجه کی دروزګان بي وسيلې او مظلوم خلک شهيدان ، دپکتيا بي ګناه مخور سپين ږيری او مشران ووژل سول ؛ دپنجوايي دولسونو په وينو يي ولی وبهولی ؛ دکنړونو دقهرمانو ولسونو دشهادت لا اوس هم دعطر وبوی ولاړيږی ؛ خو دفرا بالابلوک بی ازاره او مظلوم خلک دی چی دناټو دخاينانه بمباريو او وحشتونو په نتيجه کی يي هر څه قربانی او دلاسه ورکړل ۰ همداسی نور په زرګونو وطنوال دهيواد په مختليفو سيمو کی دخاورو سره برابر او لاهم برابريږی ۰


داټول وحشتونه او جنايتونه دناټويي واکدارانو هغه تلاشونه دی څو پر هيواد خپل اشغال ټينګ او افغانان دغلامی په ځنځيرونو کی کلک وتړی ۰ په ټو ل هيواد کی بيله مقاومته بله هيڅ نيرو نشته چی لږ تر لږه پر خپلو بادارانو دوحشت درولو ږغ وکړي دولتی واکداران انتقاد لا هم نه سي کولای چی مقامونه دلاسه ورنکړی ۰ داچی تر نوموړو دولتی ترورونو او وحشتونو اضافه پر بګرام غوندی سيمه کی خصوصی زندانونه په صادقو او مقاومت خاوندانو ډک او بيلی بيلی شکنجی ورکول کيږي چی دځينو سره يي بيا ستاسو دپاکه مخه دی حياوی ظالمانه سکسونه هم ورسره کيږی چی دا ټول يي دبشريت په تاريخ کی دشرم او وحشت نښانی دی ۰


ددی لاری په لسګونو نور زجرونه او خرابۍ په ګوته کيدايسی چی دلته دمضمون داوږد والی په سبب يي نه زياتوم ۰


اوس به څوک وويلا يسی چی هيواد اشغال نه دی ؟ نور بيا