افغانستان ونواټو ته ماتې ورکړه

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2009


کاناډا : نن د سيپټمبر په پينځمه دافغانستان تنکيو زلميانو او ونواټو (Vanuatu) تر مينځ دکرېکټ لوبه وشوه چې لوبه افغانستان وګټله .اودا دافغانستان دوهمه برله پسې بريا ده .

پرون يې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه . نن پچه دونواټو لوبډلې مشر وګټله اودمنډو جوړولو پرېکړه يې وکړه , تر٩ اوورونو داسې برېښېده چې ونواټو به افغانستان ته ډېره لویه موخه (لوړ هدف) وټاکي .خو افغان بالرانو ډېره ښه لوبه وکړه اودسيالې لوبډلې ټول لوبغاړي يې په ٢٧ اوورونو کې په ١١١ منډو وسوځول .او دلوبې ګټلو لپاره يې ١1٢ منډو پوره کولو موخه تر لاسه کړه .

باید ووايم چې په بالرانو کې ښاغلی او پیاوړی ذکي الله ذکي نن ډېر وځلېد او دسيالې لوبډلې ٦ لوبغاړي يې وسوځول . سبا د دمې ورځ ده او بل سبا (Sep 7 ) افغانستان دامريکا سره د سيالۍ ډګر ته کوځيږي .

امريکا خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي . لاسونه لپه کړئ چې دنيکمرغې روژې په برکت او دشازلمو په افغاني هوډ و همت يې په ګونډو کړو ٠

Copyright Larawbar 2007-2024