کور / تازه خبرونه / په کابل کی د ځانمرګی برید تلفاتو زیات شول

په کابل کی د ځانمرګی برید تلفاتو زیات شول

د افغانستان د عامی روغتیا وزارت یو چارواکی چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی وایی چی پدی ځانمرګی کی څلور ملکی وګړی وژل شوی او د یوی ښځی پر ګډون پنځه تنه نور ټپیان دی
نوموړی وویل چی ټپیان یی له برسیرن ټپیان شوی وو چی له پانسمان وروسته رخصت شوی دی خو د وژل شویو مړی په روغتون کی شته او تر اوسه پوری یی خپل او خپلوان ندی راغلی.
د سه شنبی پر سهار د کابل نړیوال هوایی ډګر ته نږدی دایساف ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو
عینی شاهدانو ویلی چی پدی ځانمرګی برید کی یی د بهرنیو ځواکونو مړی هم لیدلی دی .
عینی شاهدانو ویلی دی دغه ځانمرګی چی د یو صرف ډوله موټر پر وسیله د بهرنیو ځواکونو پر کاروان شوی دی، د بهرنیو ځواکونو په موټرو کی هم وسلی بار وی چی د ځانمرګی برید په تر سره کولو سره هغوی هم چاودیدلی او تلفات یی زیات کړ.
تر اوسه پوری پدی اړه سوله ساتو ځواکونو څه ندی ویلی