کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکا او پاکستان، مینه هم کرکه هم

امریکا او پاکستان، مینه هم کرکه هم

لیکوال:جاوېد سومرو

په انګریزي کې وایي لو هېټ رلېشنشیپ ٭ مینه له خپلوۍ کرکه کوي٭ زما په اند ددې په اردو کې سهي معنا نشته خو که په تېرو وختو کې د یو اردو فلم مستعار نوم واخېستل شي نو وه وبه وېل شي، چې مینه هم کرکه هم.

تاسې به وایي چې زه ولې په ستونزه کې یم؟ خبره داده چې زه، له کله نه واشینګټن ته راغلې یم نو د امریکا او پاکستان په خپلوي فکر کوم خو له پوهېدو نه یې تراوسه نیمګړی یم. امریکا په نړي کې تر ټولو ډېره مرسته اسراییل ته، په دیمه نومره کې مصر ته او پاکستان یې د مرستې په دریمه نومره کې راځي، خو پاکستان ته د ډرون طیارو ټېکنالوژي نه ورکوي، سره لدې چې پاکستاني چارواکي ددې ټېکنالوژۍ د ترلاسه کولو لپاره، په بې کچې مېنې منتظر دي.

د پاکستان دولت او چارواکو تل د امریکې لمن نیولې ده او د امریکې په اشاره د پاکستان فوځ او ملکي خلک د هر څه کولو لپاره تیار دي، (نوازشریف د کلنټن په امرله کارګل نه راوپس شو او د بش په یو ټلیفون د طالبانو او افغان پالیسی کې د پروېز مشرف یوسل اتیا درجې بېرته ګرځېدل د چا یاد نه دي)، خو دغه چارواکي کله هم په ښکاره نه وايي چې دوي د امریکې اتحادیان دي او د امریکې د پالیسۍ نه بغیر بله هېڅ لار نلري.

پاکستاني چارواکي په ښکاره وايي چې اسلامي تندلاري د دولت ضد ډلې دي او دوی په خلاف روان عملیات د هېواد د ساتلو لپار دوام لري ، خو ورسره د اې، اېس، اې د یو لوړ پوړي چارواکي ٭ اف دي ریکارډ٭ سمېنارمې په یاد دی، هغه ویلي وه چې بیت الله مسعود او نور طالبان محب وطن دي ( اوس نو زه د پوښتلو جرات هم نشم کولای، څوک چې د حب الوطن ډلو په ضد فوځي عملیات کوي، هغوي ته څه وییل کېږي؟).

څو ورځې مخکې د امریکې اخبارونو کې د چارواکو له خولې لیکلي چې پاکستان ته په اتیا لسیزه کې د هارپون ورکړ شوی مېزایل یې په غیر قانونې توګه بدل کړی او له هغې نه له سمندر نه هوا ته د وارکولو مېزایل جوړ کړيدي.

خو کله چې د پاکستان له حکومتي چارواکو نه د خبرو د منلو او یا ردولو په اړه ارتباط ونېسې نو وایي چې مونږ هم خبرونه لوستي دي او نوموړي خبرونو په اړه څېړنه روانه ده، که چېرې رېښتني وختل نو بیا به ېې په اړه رد عمل وه ښیوو یانې په هغه وخت هېڅ هم نه وایي.

امریکا د ترورېزم په ضد جګړه کې، پاکستان خپل ملګری بولي او پاکستان ته اهمیت هم ورکوي خو هغه دومره نا مستحکمه بولي چې له پاکستان سره ده داسې اټومي ټیکنالوژۍ د انتقال تړون نه کوي، کوم چې امریکې له هندوستان سره کړیدی.

پاکستان په لسګونو مشکوک خلک داسې ونیول او امریکې ته یې په لاس ورکړل، لکه یو ډېر غریب کس په دښته کې یو ښکار نېسي او عرب شېخانو ته یې ورکوي، خو بیا امریکا د پاکستان اټومي ساینسدان ډاکټر عبدالقدیر خان ته ډېر ځلې د رسېدو هڅې کړیدي، خو د پاکستان ادارې لپاره بیا دا یوه ملي مسله جوړېږي.

د پاکستان ولسمشر زرداري د سپټمبر په اخېرو کې امریکا ته راځي. دلته فرېنډز اف پاکستان (د پاکستان د ملګرو) په غونډه کې، چې پاکستان ته به د چندې په ورکولو فکر وکړي. پاکستان به بیا کچکول په لاس ولاړ وي او وایي به، چې مونږ د ترورېزم ضد جګړه کوو، مونږ ته نورې پیسې راکړي.

کوم نوم د امریکې او پاکستان دې خپلوي ته ورکړو؟ ددې ځواب ډېر پېچلی دی.