کور / تازه خبرونه / سيداباد : وسلوالو د کمپاين پر کاروان بريد کړئ دئ

سيداباد : وسلوالو د کمپاين پر کاروان بريد کړئ دئ

دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالي دسالاروله سيمي څخه تازه خبرونه وايي چي نن له غرمي وروسته دامريکايانو دکمپاين په کاروانونودوسله والو طالبانو لخوړا سخت بريدونه وشول و اوشاوخوا ٢٠ شل اکمالاتي موټر يي وسوځول اوپنځه موټر په تيلوپار تانکر يي له ځان سره يوړل .

دوسله وسله والو طالبانو وياندذبيح الله مجاهد وايي چي جګړه دسالارو هفت اسي لوړي منګليو اوشش کلا دکليوترمخ دکابل -کندهار دلوی سړک پرسرهغه مهال پيل شوه چي دکمپاين کاروان له غزني څخه دکابل په لور روان وو .

هغه وايي چي په دي بريد کي دري سرف موتر اولس ميله وسله هم دطالبانو په لاس کي لويدلي دي, دشيرمحمد په نامه يوتن عيني شاهدوايي چي په سيمه کي داسي توري لوخړي پورته کېدې چي هيڅ سړک نه معلوميدئ، ده وويل چي دسوځيدلو موټرو ترڅنګ مړي هم پراته وو چي دپوليسو په شان يونيفورم يي په تن وو .

خو دوالي وياند شاهد الله شاهد و نه منله چي بريد شوي او څو موټره کي سوځيدلي .

داپه داسي حال کي ده چي تيره ورځ هم په همدي سيمه کي دوه سرف موټر سوځيدلي وو اواته تنه دامنيتي کمپني سرتيري وژل شوي وو .

وردګوولايت يوله هغه ولايتونوڅخه دي چي په دي وروستيو کي دوسله والو طالبانو لخوا بريدونه زيات شوي اوامريکايانواو داخلي سرتيرو ته په کي مرګ ژوبله اوښتي ده .