کاناډا : افغانستان يوګاندا ته په ۳ ويکټو ماتي ورکړه
په کاناډا کښي د ترسره کېدونکو کرکټ سياليو افغان منېجر ښاغلی حاجي عبدالولي امين لراوبر ته پخپل تازه حال کښي د ننۍ لوبي د ګټلو زیری لري .
د افغان کرکټ ۱۹ کلن ځوان ټېم د خپلو پرله پسې برياوو په ترڅ کښي نن يوګاندا ته هم ماتي ورکړل او پدې ډول سره يې د ۲۰۱۰ زېږديز کال نړيوالو سياليو ته لاره پيداکړله .
د نن په سيالۍ کښي افغانستان په 42.4 اورونو کښي ۷ لوبغاړي سوځېدلي او ټوله يې ۱۸۳ منډي جوړي کړلې چي پدې ډول يې د مقابل لور يوګاندا څخه لوبه وګټله ، د نن په سياليو کښي د افغان لوبډلي له اړخه ډيري منډي افغان لوبغاړي ايوب احمدزي جوړي کړي دي .
د يوګاندا ځوان ټېم چي پچه يې ګټلې وه او اول بېټنګ يې پېل کړئ وو؛ په ۴۹ اورونو کښي د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځي ۱۸۲ منډي جوړي کړي وې .
