کور / تازه خبرونه / زابل : د ایتلاف ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو ته تلفات اوښتي

زابل : د ایتلاف ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو ته تلفات اوښتي

زابل : د ایتلاف ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو ته تلفات اوښتي

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ایتلاف ځواکونو په عملیاتو کې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ته ځاني تلفات اوښتي دي .

د زابل د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي وویل چې دغه عملیات د کلات ښار اړوند د اومکي په سېمه کې ترسره شوي دي .

فراهي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کي چې هوايي ځواک هم برخه پکي لرله د طالبانو د یو سیمه ایز قوماندان ملا نورمحمد په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شویدي .

نوموړی وویل چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو برخه نلرله .

د اومکي د سیمي یو اوسیدونکي محمدسلیم د ټلیفون پر کرښه وویل چې په عملیاتو کې شپږ طالبان او دوه ملکي وګړي هم وژل شویدي .

نوموړي زیاته کړه چې بهرنیو ځواکونو د اومکي د سیمي د باوړیو په ساحه له هلیکوپترو خپل پوځیان پلي کړل او پر طالبانو يې برید وکړ چې په ترڅ کې يې دغه طالبان او ملکي وګړي ووژل شول .

موږ هڅه وکړو چې پدې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو ونه توانیدو چې له طالب ویاند قاري محمدیوسف احمدي سره اړیکه ونیسو .

افغان امنیتي چارواکي پداسي حال کې د اتو وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکوي چې څلور ورځي وړاندي هم کلات ښار په مغلیزو سیمه کې په یو هوايي برید کې پنځه طالبان وژل شوي وو .