کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې تر دې پوښتنې لاندې، ولې د افغانستان وضعیت بدتره کړو؟ مقاله خپره کړې ده او پکې لیکي، کله چې امریکا او د امریکا ملاتړیو پریکړه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو د امنیت لپاره ډیر ځواکونه او مالي سرچینې برابرې کړي، ټول د دې معما پر ستونزو خبر وو. هغه مهال دا هڅه ونه کړه چې ولسمشر کرزی وهڅوي چې په حکومتي ادارو کې اصلاحات راولي، دوی د افغان سیاستوالو د روزنې هڅې هم ونه کړې څو حامد کرزي ته په انتخاباتو کې یو مناسب او جدي سیال پیدا کړي.

د ګارډین په وینا دا هم تر انتخاباتو مخکې څرګنده نه وه چې د حامد کرزي سیالان به له صحنې بهر شي حتی که چیرته انتخابات دوهمې مرحلې ته هم ځنډني شي بیا به هم کرزی برلاسی وي.

د ورځپاڼې په باور اصلي ستونزه دا ده چې حامد کرزی له درغلیو پرته هم په انتخاباتو کې بریالی کیده، خو درغلیو دا معلومه کړه چې دی نه پر ولس ډاډه وو او نه د دیموکراسۍ پر سیستم، چې ظاهرا ځان د دې حکومتي بڼې لاروی ګڼي.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا لویدیځ هیوادونه ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې دې د شویو درغلیو تورونه سپین شي حتی که زمینه دې ته مساعدیږي چې انتخابات دوهم ځل ترسره شي.

ګارډین ورځپاڼه بیا لیکي، دافغانستان سیاسي وضعیت لویدیځ په یوې دوې لارې کې راګیر کړی دی او د افغانستان انتخابات چې هیاهوی یې خلق کړی دی، ددغه هیواد وضع یې ښه څه چې نوره هم پیچلې ده.

فارن پالیسي:

د فارن پالیسي په نوم غربي خپرونه هم د ګارډین ورځپاڼې په څیر خبره خپره کړې ده او لیکي، چې درغلیو ستونزې زیاتې کړې دي سره له دې چې د ولسمشر کرزي د حکومت د مشروعیت لپاره انتخابات ضروري و څو دی خپل سیاسي او پوځي فعالیتونه د یاغیانو پرضد منظم او منسجم کړي. خو په دغو انتخاباتو کې درغلیو نه یوازې دا چې د افغانستان دننه وضعیت نور هم مغلق کړی دی، نړیوالې ټولنې ته یې سرخوږی پیدا کړې دی.

د فارن پالیسي د خپرونې په باور که چیرته نړیواله ټولنه د افغانستان د انتخاباتو په برخه کې د شک سوالونه زیات کړي د طالبانو د تبلیغاتو تیشې ته به لاستی ورتېره کړي او په دې ډول به په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې ستراتیژۍ ته سخت ګوزار ورکړي.

بل پلو که نړیواله ټولنه د دې انتخاباتو نتیجې په پټو سترګو ومني خلک به ترې خپه شي او طالبانو ته به یو شمیر کسان مخه کړي چې بیا به هم په افغانستان کې د لویدیځ ستراتیژۍ ته زیان واوړي.

فارن پالیسي خپرونه بیا دا نتیجه اخلي چې د دې انتخاباتو تر ردولو د هغوی د نتیجو منل د لویدیځ په ګټه دي ځکه چې غرب مجبور دی چې په راتلونکو کلونو کې له داسې حکومت سره سروکار ولري چې هم د افغانستان دننه او هم بهر اعتبار او مشروعیت ولري.