کور / تازه خبرونه / بادغیس : د مشهور طالب قومندان ملاباران د وژلو ادعا شوې

بادغیس : د مشهور طالب قومندان ملاباران د وژلو ادعا شوې

د امنيتي چارواکو د ادعا له مخي په بادغيس ولايت کې دوسلوالو طالبانو يو مشهور قومندان وژل شوې او دوه نور طالب اورپکی ټپيان شوې دې .

امنيتي چارواكي واي دغه قومندان ملااباران نومېږی چی د بالامرغاب ولسوالۍ په منګان کې دملي اردو پر پوستې دبريد پرمهال ووژل شو.

له بله پلو بیا طالبانو ددغه قومندان مرينه رد كړې ده.

تېره اونۍ وسلوالو طالبانو په دی ولسوالی کی پر امنيتي پوستې تر بريد ورسته ېې دو پوليس يې له ځان سره یوړل چی څرک یی تر اوسه نشته .