کور / طنز / د انساني اسعار و د تبادلې بیه

د انساني اسعار و د تبادلې بیه

د جمهور ی ریاست د بيې په اساس تر ننه د ژوندیو او مړو افغانانو تبادله داسي سوې ده .

یوتور ژبی ايتالوی خبریال = پېنځه افغاني بندیان
یو افغان خبریال = په خاورو لړلی یو تور توت هم نه
یو دناتو عسکر= ۱۰۰۰۰ په سره غالۍ ناستی افغانان
یو پاکستانی تورمخی سفیر = ۲۰۰ بندی افغانان
یو افغانی سفیر= یو ه سوری نیمکه
یوپهلوان وړۍ امریکایي عسکر = ۳۶ نیکمرغه ښځې او کوشنیان
یو مړی افغان = یو لک افغانی( ټوله عروس کشه زرګوني لوټونه)
یو ټپي افغان = پينځوس زره افغانی( ټوله لس ګوني زاړه او دوه لمبره لوټونه)
شل افغاني پولیس= یوه ساري
د یو واده د بمبارد بیه بېله زومه = یوه تیروتنه

د یو واده د بمبارد بیه د زوم سره = یوه غوړه تبریکي
دسلو څخه تر یو میلیونه خلکو بمباردول = د امان الله خان مډال
د سلو تنو ملکی خلکو بمبارد= بهرنۍ بیه یې د منلو په صورت کې چې هیڅ کله نه منل کیږی یوه بې خونده ساری اوکورنۍ بیه يې : غندنه ، بیړنی کمیسیون او ان په ځانګړو او بیړنیو وختو کې د تمساح د اوښکو تویول .

( خو دا بیه په عراق کې دوو لس نمبره زاړه بوټونه دی)

نوټ :دنړۍ او زورورو ملکونو د انتقالي عدالت ، سیاسي اله ګولو او د افغاني رابړانو د مړو ستر ګو او په ینه د تریخي نه درلودلو له کبله داسې اټکل کیږي چې دا نړیوال له ستندرد ه لوړه بیه لږ سی ځکه داسې دنډوره ده چې یو بې ځوزه بې سته ګډېدونکی کاندید چې په لومړیو وختو کې يې لکه اشری خر ټو پونه وهل او ویل یې په کوشنیو بمونو چاره نه کیږی لوی بمونو لوی بمونه پر وغورځوئ اوس اوس یې طشت له بامه راو غورځیدچې ددې ټوپونو په بدل کې يې لمن لمن میلونه ډالره اخیستی وه او هغه اوس امکان لري سم کشکي رابړ سي .

په هغه صورت کې به هغه د خپل ابرو لپاره دا د نیکمرغو وژ ل کیدونکو افغانانو بیه نوره هم کمه او ان سبیل الله کړي ځينې بیې لکه ژړا او ساری به هم له نرخه ایسته سی او پر ځای به يې ټانکیو ،دنر غوندې او خولۍ پورته پورته غورځول راسي .

بمبارد کیدونکی دی عجله وکړی ځکه بیې تغییر کوي .