کور / تازه خبرونه / لوګر : د پنځو ښوونځيو د بامونو د آهن پوش كار پيل شو

لوګر : د پنځو ښوونځيو د بامونو د آهن پوش كار پيل شو

د لوګر ولايت د مركز پل علم او محمد آغى ولسوالى كى د پنځو ښوونځيو د و دانيو د بامونو دآهن پوش كار نن دروان كال دوږى د مياشتى په ۲۳ مه نيټه پيل شو.

په دغه ښوونځيو كى دکلنگارجهادى، بابوس، د مغل خيلو د هلكانو او انجونو او د ده نو د ليسو د ودانيو بامونه شامل دى .

دياد شويو ښوونځيو د ودانيو د بامونو دآهن پوش كارپه لو ګر ولايت كى ميشت د چك جمهوریت د ولايتى بيا رغاونى تيم په مالى مرسته د دوه لكه ۷۲ زره امريكايي دالرو په مجموعى لگَښت جوړيږى چى كار به يى د دريو مياشتو په موده كى پشپړ شى.