کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : د یو جامع مسجد دبنسټ ډبره کیښودل شوه

میدان وردګ : د یو جامع مسجد دبنسټ ډبره کیښودل شوه

دوږي په ۲۳ مه د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار د فامیلو د جامع مسجد دبنسټ ډبره د سعودي عربستان دسفارت په (۵۰۰۰۰) زره امریکایي ډالرو په لګښت دمیدان وردګ ولایت چې لخوا کیښودل شوه.

دجومات دبنسټ ډبرې ایښودلو په مهال دحج اوقافو ریس مولوی رحمت الله رحمتي وویل موږ دسعودی عربستان ددغه اسلامي مرستې نه مننه کوو چې دتل په څیریې له موږ سره خپلې اسلامي او شرعي مرستې کړي او دغه پرانیسته ددې ښه شاهدي ورکوي،همدارنګه دولایت والي ښاغلي فدایي هم په خپل وار سره دسعودي دسفارت څخه مننه وکړه چې دجومات دجوړولوپه اړه په کړې ژمنه یې وفاء وکړه او هیله یې وښوده چې دا پرانیسته به لومړنۍ او اخرینۍ نه وي بلکې هغه پروپوزلونه چې موږ دنورو جوماتونو په اړه ورکړي هم منظور ترڅو دلمونځ کوونکو ستونزې هوارې شي .

دسفارت نه راغلي استازي حاجی حبیب هم د سفیر نیکې هیلې اوسلامونه خلکوته ورسول، او زیاته یې کړه دهېواد په کچه دسعودي عربستان لس جوماتونه منظور کړل چې دوالي صیب په بې سارو هلوځلو او هر وختني تعقیب پراساس نن موږ ددغه جومات بنسټ ډبره ګدو او دهغه نورو جوماتونو په اړه به هم خپلې هڅې جاري ساتوو. دیادونې وړ ده چې دغه جومات (۱۴) متره پلنوالی او (۱۵) متره اوږدوالی لري .

ددې ترڅنګ دملاامام لپاره داستوګنې کور،اودسونو ځایه او یومنار هم لري چې پنځوس زره امریکايي ډالروپه ارزښت به د لیستر ساختماني شرکت لخوا په اتو میاشتو په جریان کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.