کور / اسلامي / د ماشيني چرګانو غوښي

د ماشيني چرګانو غوښي

ښکاره خبره ده چي دحلال سوو (مذبوح) چرګانويادنوروڅارويو دغوښو خوړلوشرعي وړتيا يې پردې باندي موقوفه ده چي كچيري دچرګ ښارګونه چي مسفوحه وينه پكښي ده پري سوي وي اووينه ځني تللي وي ، درګودپرې كولوپه وخت كښي داللهY نوم په قصدي ډول نوي پاته سوي بېله دې چي دبل چانوم ورسره واخستل سي اودغه حلاليدنه دمسلمان ياكتابي لخواسوي وي دنوموړي چرګ غوښي بېله شبهې حلالي دي اوكه دپورتنيوشرطونوڅخه يوپاته سوى وي غوښي يې حرامي دي .كومي غوښي ياچرګان چي دباندني هيوادونو څخه راځي پردوه ډوله دي :

الف :دبهرنيو هيوادو څخه بندي غوښي .

ب : دفارمي چرګانو غوښي .

کومي غوښي چي دبهرني هيوادو څخه راځي دحلاليدودشرعي ياغير شرعي كيفيت څخه ډاډمن معلومات نوي ددغه غوښوڅخه اجتناب احتياط دي اواحتياط په دين كښي واجب دى ځکه لومړى خو دا معلومه نه ده چي دچرګانو وژنه دوى دبرق يانورو آلاتو په مټ کوي يعني مسفوحه وينه يې وزي اوکه يا که داهم معلومه سي چي مسفوحه وينه يې باسي اودچړي په مټ يې حلالوي بيا نو دا نه ده معلومه چي حلالونکى کس څنګه انسان دى يعنى مسلمان ياکتابي دى اوکه يا که څوک وايي چي دغه چرګان ټوله داهل کتابو په هيوادو کي حلاليږي لکه امريکا ، کانډا اوداسي نور نو لازمي خبره ده چي دغه چرګان به دکتابيانو لخوا حلال سوى وي داخبره هم درسته نه ده ځکه دهغه کتابيانو حلال سوى حيوان حلال دى چي کتابيان وي حال داچي دمعاصري نړۍ زيات اهل کتاب مشرکان دي ځکه دوي وعيسىu ته (العياذبالله) دخداى په زوى وايي نو دمشرک دلاس حلال سوى حيوان جائز نه دى اوددغه غوښوپرحراموالى ترهغه بريده حكم نه كيږي ترڅوچي شرعي اومعتمدبه كسان ددغه چرګانودحلاليدوپرغيرشرعي كيفيت باندي شاهدي ورنكړي اوپه اوازوسره يادچاوچاپه قول سره دحراموالي حکم کول دايمان دزوال وېره ده ځكه دايمان د شرطونو څخه يوشرط دادى چي حلال دخداىY حلال بلل كه پريوشى دحرام حكم وسي اوپه حقيقت كښي هغه شى حرام نوي نو دايمان شرطولاړى كوم وخت چي شرط ولاړسي مشروط هم ځي چي دايمان څخه عبارت دى نوښه داده چي اجتناب ځني وكړل سي كوم وخت چي يي ثبوت په شرعي ډول سره ورته راسي نو بيا دهغه څه حكم کيدلاى چي شريعت يې غوښتنه کوي .

جواهرالفقه جلد ۲صفحه ۴۲۳

دفارمي چرګانوغوښي :څرنګه چي فارمي چرګان په حرامو غوښو باندي روزل کيږي لکه وينى اوداسي نور دداسي غذاوو رانيول خرڅول حرام دي . البته ددغه چرګان په حکم کښي درې شيان موجود دي :

الف :ددغه چرګانو رانيول اوخرڅول

ب : دغذا رانيول اوخرڅول.

ج : دغوښوخوراک يې .

دچرګانو رانيول اوخرڅول جائز دي خو حرامه غذا ورکول جائز نه دي او دحرامي غذا رانيول اوخرڅول هم جائز نه دي .

دغوښو په اړه يې پرېکړه داده چي که غوښي دحرامي غذا لکبله بدبويه سوي وي حرامي دي اوکه نه وي بدبويه سوي حلالي دي نو څرنګه چي په عام ډول دفارمي چرګانو غوښي ددغه حرامي غذا له کبله بدبويه نوي نو حلالي ورته ويل کيږي .ځکه ردالمحتار دهغه چرګانو په اړه وايي چي مرداري خوري : درې ورځي دي يې وتړي بيا دي يې حلال کړي ترڅو هغه بدبويي لمنځه ولاړه سي .

ردالحتار جلد (٥) صفحه (٢١٧)

دژوندي چرګانو تلل

څرګنده ده چي دداسي بيعي (سودا) کول نه ده روا چي درانيونکي او خرڅونکي جګړه ترې جوړيږي لکه ديوه داسي ناڅرګند شي رانيول چي رانيونکي اوخرڅونکي په خپلو کي اندازه نوي ټاکلي نو په پاپله کي رانيونکي يوه اندازه ځني غواړي اوخرڅونکي بله اندازه ورکوي په همدې وجه هدايې دژوندي حيوان تلل روا نه دي بللي چي دحيوان اصلي وزن نه معلوميږي ځکه حيوان دتنفس په مټ يوځلي ځان سپکوي اوبيايې درنوي خو څرنګه چي فارمي چرګان دنوو ميتودونو په مټ پالل سوى دي چي له امله يې په وزن کي زيات توپير نه راځي په همدې وجه دژوندي فارمي چرګانو غوښي روا دي .

احسن الفتاوى جلد (٦) صفحه (٤٩٧)

سرچينه : اړينه پوهه کتاب/لراوبر کتابتون – مولوي عبدالهادي حماد

تبصره نسته

1. Habibi – Question
Dears:
First of all, I am so sorry that I did not write by Pashto. The reason is that, I have problem with the writing Pashto letters on keyboard, but I am trying to learn it. Anyway, I have a question about the eating of the meat which is slaughter by non-Muslim. Regarding this issue I searched a lot on internet, but I could not find exact information about it. I am going to clear a little more this issue. I am living in a non-Muslim country which most of the people it practicing Christina religion. In addition to slaughtering, they all are now slaughtering animal and chicken by machine which does not make any sense to me about Halal and Haram. If anyone has information about this issue and posted that would be great, and may GOD bless him.

Thanks

پوښتنه : زه په کفری ملک کې اوسيږم چيری چې ذيات عيسوي مذهبی دی اوس پدی اړه معلومات غواړم چې ددی ځای غوښه خوړل او ذبح به نو حلاله وي که حرامه ؟

دذبحی شرعی شرايط :

که په ذبح کې دغه لاندی شرايط موجود وي حلاله ده او که يو هم نه وي موجود مرداره ده .

۱- د ذبحی په وخت کې د الله ج نوم اخيستل .

قوله تعالی : وَلاَتَاْکُلُوا مِمَّالَمْ يُذْکَرَاِسْمُ الله عَلَيْه ژباړه : داسې څاروي مه خوری چې په هغی باندې د الله نوم نه وي اخستل شوی .

۲- ذبح په شرعی طريقه سره

قوله تعالی : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُم 3 المايده

ژباړه : پرتاسې باندې حرامه کړشوی ده مرداره او وينه او دخنځير غوښه او کوم څاروی چې د غيرالله په نوم حلال شوی وي اوکوم چې د مری په زندی کولو مړ شي او کوم چې په وهلو مړشي او کوم چې د ويری نه په پريوتلو مړ شی او کوم چې د يوبل سره په لګيدلو مړشی اوهغه چې کوم درينده يې مات کړی لکن هغه چې ذبح کړشی .

۳- د ذبح کونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي .

قوله تعالی : وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ 5 الماِذه ژباړه :او کومو خلکوته چې کتاب ورکړشوی دی دهغی ذبحه تاسې ته حلاله ده او دتاسې ذبح د هغوی لپاره حلاله ده .

ولی خبره اوس داده چې دغه اهل کتاب چې قرآنکريم ښودلی له دغه اهل کتاب نه مراد کومه ډله ده.

پدی کې د اصحابوکرامو،تابعينو او فقهاؤ تر منځ اختلاف ؤ او نن هم شته چې دا نو اوس کوم اهل کتاب دی ځکه چې اوس خو اکثره تش په نامه ځانونه اهل کتاب بولې ولی په اصل کې دوی لادينه دی هيڅ هم نه منی .

خود فقهاؤ له څيړنو داسې معلوميږی چې هغه اهل کتاب (يهود او نصارا) چې پر خدای ج او کتاب يې ايمان لری اګر که دا کتاب تحريف شوی دی (ځکه چې دا کتابونه خو د رسول الله په دور کې هم تحريف شوي ؤ) نو ددی ډول خلکو ذبح حلاله ده .

اوهغه کسان چې دهرين دی له دينه يې آزادی اخيستی يو دين هم نه منی هسی د خپلو سياسی اهدافو په خاطر خپل ځان په اهل کتابو ور تړي ددی کسانو ذبح مرداره ده .

بيا هم په قاطع ډول څوک نشی ويلای چې د فلانی ملک د خلکو ذبح حلاله ده .

دا يوه لويه مسئله چې بايد په نړيواله سطحه یې علماء کرام حل کړي .

زمونږ دغه معلومات په وس پوره ؤ چې درته ومو ليکل نور پدې نه پوهيږو چې ددغه ملک ذبح به حلاله وي که مرداره .

2. Thanks so much. This information is really helpful. GOD bless you

3. Thanks so much. This information is really helpful. GOD bless you

4. cheap viagra +MpЌY,™ЋL,buy viagra online GҐ њ^/jdT, viagra online e`x{PJg7,buy viagra online SyA„_mX6aj,buy viagra online }4,)H–qr,viagra iHF;<iV>~{,viagra U*-V_u)4,buy viagra cheap @hFa+ЋQ’dH,cheap viagra V‹<Ѓ•Ґf<,viagra 100mg Al~t,Ўm8>,buy viagra 5<Z^ЋЌћ92W,

5. buy viagra online љA’ЋG1Xl…I,generic viagra S_m8:~LN`c, viagra 100mg kЃP7IҐ<(EZ,cheap viagra _@’^‚Ќ‹yB,buy viagra „iЁZU^j€§,buy viagra online Љn^DўXCs¤>,cheap viagra <>aQQЏiЌYO,cheap viagra  ©Ћ=q6*bQ,viagra online Y<d>vC<>E,buy viagra ЃoJt5‡R?,buy viagra online Ў)*6”•UЃ?Ў,

6. viagra online ќ‘–hPjhџ‚,buy viagra cheap J€“˜‚ѓ_џo, cheap viagra ,g™JqYHQw•,buy viagra online AЎOЋ—Ўd©§Џ,viagra 3M,^z„OS,buy viagra CbW„©re<V>,viagra G)YЂD/€7,buy viagra cheap RY™auљ4=,viagra online |ЊIf,Ќmc:€,viagra online p››/—9G_,buy viagra online 9Rq:Yf„˜,