کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو خپل ننني مطالب تر ډیره پهانتخاباتو کې د بهرنیو لاس وهنې په اړه رابرسیره شویو غبرګونونو ته ځانګړې کړي او هغه يې له هر ه اړخه د افغانستان په زیان بللې دي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلې دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د اروپايې ټولنې د څار کمیټه پدې تورنه کړې، چې د ډاکټر عبداله په پلوۍ کار کوي.

ورځپاڼې ددې ادارې لخوا د مشکوکو رایو اعلان ته په اشارې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په حواله لیکلي دي، نړیوال څارونکي دا حق نلري، چې د مشکوکو رایو فیصدي اعلان کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسئلې بحث کړې او لیکلي دي، چې د رایو د قسمي نتایجو اعلان بشپړ شو خو لا هم توطعې دوام لري.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره روانو هڅو ته هم کتنه شوې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکل شوي، چې ددې بهیر مشري باید افغانان وکړي.

ورځپاڼې په دوام کې د کای ایده په حواله لیکلي دي، چې افغانان نه شي کولې له دې زیات روان کړکیچ وزغمي، ځګه دده په وینا دلته د خلکو ژوند او نورې سرچینې له منځه تللي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې د لاس وهنې مسئله راخستې او لیکلي دي، که چیرې امریکا او نور د انتخاباتو په بهیر کې لاس وهنو ته پاې ورنکړي، نو افغان ولس به د خپل برخلیک په اړه نوې فکر وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د مشکوکو رایو په اړه د اروپايې څارونکو د وروستیو څرګندونو په اړه بیلابیل غبرګونونه راخستي او د افغان رسنیو په حواله يې لیکلي دي، چې ددې ډلې مشر ناپیلې ندې.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغان کډوالو ستونزې څیړلي، چې په کوربه هیوادونو کې ورسره لاس او ګریوان دي او پوښتنه يې کړې، چې دوی به دا ستونزې ترکومه ګالي؟

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د رایو د قسمي نتایجو د اعلان بشپړیدو ته په اشارې لیکلي دي، چې حامد کرزې د سږګنیو انتخاباتو ګټونکې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان روان حالات څیړلي او افغانستان ته د لا زیاتو بهرنیو سرتیرو د استولو لپاره روانو هڅو ته په اشارې لیکلي دي، چې په افغانستان کې یوازې افغان خواکونه سوله ټینګولې شي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا هڅه کړې، چې له افغانستان سره کیدونکې مرستې په یو کارټون کې انځور کړي او پکې دا ښودل شوې، چې دا مرستې په یو لاس افغانستان ته راځي او په بل لاس بیرته په بهرنیو بانکونو ته وړل کیږي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې بهرنیو لاس وهنو ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې ددې حالت دوام په افغانستان کې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې وړي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په ټولنه کې د عدالت د ټینګولو مسئله څیړلې او لیکلي دي، چې دا د نظام د بقا لپاره تر ټولو غوره لار ده.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان په شمال کې روان حالات څیړلي او لیکلي دي، چې جنرال دوستم د امریکا د سیاستونو په وړاندې یو اساسي خنډ دې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام په شمال کې د وسلو د خرڅ لاو مسئله هم راخستې او لیکلي دي، چې پدې ورځو کې د وسلو د پلورلو بازار خورا ګرم دې.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو فعالیتونه هم څیړل شوي او لیکل شویديو چې خلک ددغو روغتونونو له فعالیت نه راضي ندي.