کور / تازه خبرونه / کرزي باالاخره د رایو تقلب ومانه

کرزي باالاخره د رایو تقلب ومانه

د کاناډا ( سی بی سی ) خبری څانګه د کابل څخه په خپل تازه راپور کی وایی چی حامد کرزي باالاخره پرون دا ومنل چی په ولسمشریزو انتخاباتو کی طرفداري او یو د بل په ګټه اعمال اجرا سوي دي .

ده پرون خبریالانو ته وویل چی ځینی حکومتی مامورینو زما په ګټه او ځینو هم زما د اصلی سیال په ګټه دغسی کارونه کړي دي . دا لومړﺉ ځل دی چی حامد کرزﺉ دغسی اعتراف کوی . بهرني ناظرین وایی چی د حامد کرزي او عبدالله عبدالله پلویان یو پر بل تور لګوی چی په خپله ګټه یې صندوقونو ته جعلی رایی اچولي دي .

خو تر ننه دواړو په خپله خپله ګټه د دې تورونو څخه انکار کاوه او دا لومړی ځل دی چی حامد کرزي دا تقلب ومانه .