د ديني علماو څخه آزموينه و اخيستل شوه
هرات، بلخ، کندز، ننگرهار : پرون دروان كال د تلى دمياشتى په ۱۸ مه نيټه ، د هرات، بلخ، كندز او ننګرهار په ولايتونو كى د دينى علما و څخه آزموينه واخيستل شوه.
په نوموړى آزموينه كى ۱۳۸۴ تنو دينى علماو ګډون درلود چى ددى جملى نه ۲۴۴ تنه د بلخ ولايت، ۶۵۰ تنه د ننګرهار ولايت، ۳۴۰ تنه د كندز او ۱۵۰ تنه د هرات ولايت دى چى په دينى مدرسوكى خصوصى عصرى او دينى زده كړى، كړى و او د دولسم ټولګى د فراغت سندونه يى نه درلودل.
آزموينى د پوهنى وزارت د اسلامي تعليماتو د رياست نه راغلي پلاوى، د علماو د شورا رئيس او دپوهنى رياستونو د مسوولينو په حضور كى واخيستل شوه.
ديادونى وړ ده چى نوموړو كسانو ته به د آزموينى د نتيجى وروسته به د دولسم صنف د فراغت سندونه وكړل شى.
د يو بل خبر له مخي په ننګرهار او کنهار کښي ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شولې :
ننګرهار: د ننګرهار ولايت په كوټ ولسوالۍ كې هم د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شوه.
دغه الحاقيه نن د تلى په ۱۹ مه په هغه غونډه كې تاْسيس شوه چې پكې د ننګرهار د پوهنې رياست مسؤولينو، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو.
د دغه مركز الحاقيه د كوټ ولسوالۍ د كوټ په ليسه كې فعاله شوه چې د امهال ۳۰۰ تنه داخل خدمت ښوونكود رياضى، فزيك، اجتماعيات اوكيميا په رشتوكي ثبت نام كړى چى دمجربو استادانو لخوا به تدريس وشی.
په كندهار كې هم د دريو ښوونځيو نوې الحاقيه ودانۍ پرانيستل شوې .
كندهار : نن د میزان به ۱۹ مه دكندهار په ولایت کی در دیوریو ښوونځیو تعمیرونه د والي توريالي ويسا، د پوهنې رئيس او ګڼ شمير نورو دولتي او غير دولتي ادارو د مسؤلينو لخوا د يو لړ مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شول.
دغه الحاقيه ودانۍ چې د مولوي عبدالواسع، سيد عبداللطيف او ميربازار په نومونو او نړيوال بانګ په مالي لګښت يې په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې دی.
د مولوي عبدالواسع ليسه اته درسي او څلور اداري خونې لري چې ۶۲۰۰۰ زره امريكايي ډالره پرې لګول شوې دي، خو د سيد عبداللطيف او ميربازار د ښوونځي شپږ درسي خونی او درى اداري خونې لري چی په هره ودانۍ یی ۴۷۰۰۰ زره امريكايي ډالره پرې لګول شوي دي.
هيره دې نه وي چې دغه درى واړه الحاقيه ودانۍ په يوه- يوه څاه سربيره تشنابونه هم لري او د دريو واړه و دانيو د رغونې كار د نوي بُست ساختماني شركت لخوا په اتو مياشتو كې بشپړ شوي دى.