په خوست کې کلتوري مشورتي غونډه وشوه
داکتوبر٢٥مه ديکشنبې په ورځ په خوست کې کلتوري مشورتي غونډه وشوه. دخوست ولايت يوشميرليکولان اوشاعران دتکبيرخپرندويه ټولنې په نوښت رابلل شوي وو.غونډه دسهارپه اووبجودقاري معاويه( صديقي) له خوادقران کريم دڅومبارکوايتونوپه قرات کولوپېل شوه.ورپسې دپښتوادب اوپښتني کلتورپه اړه بيلابيلې ويناوې وشوې،دتکبيرخپرندويه ټولنې مشرښاغلي محمدالله (مهجور) دخوست دڅوتنوشاعرانودشعرې ټولګودچاپ اوخپرولوژمنه وکړه.غونډه په افغانستان کې دکلتوري ارزښتونودساتنې اودکره کتنې دغونډودجوړولوپه دوام ديوه مشورتي بورډ دجوړونې په موخه راتلونکي يکشنبې ته دنورومشهورواومنلوليکولانواوشاعرانودراتګ په هيله بياپه همدغه وخت راوبلل شوه.غونډه ديوې لنډې مشاعرې څخه وروسته دغرمې په لسو بجوددوعايې په لوستلوسره پاى ته ورسيده.