خوست: خلک راتلونکو ټولټاکنو ته اندېښمن دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 25th, 2009


دخوست ولايت ډيرى اوسيدونکي اودخوست په ښارکې کاروباريان دراتلونکوټولټکنودناامنى دپېښودرامنځ کيدو په اړه اندښمن دي.لراوبرته دخوست ښاراوسيدونکواوښارته راغلوسيميزوخلکوويلي دي چې دوى باوري نه دي چې دټولټاکنوپرمهال  ټينګ امنيتي ګامونه واخستل شي.

دبخت ولي په نوم يوه خوست ميشتي وويل چې که داځل امنيتي ستونزې وويني،نودى اودده کورانى به درايي دورکولومرکزته ولاړنشي بل خواطالبانودتيرځل په څيرګواښ کړى چې هيڅوک دپه ټولټاکنوکې برخه نه اخلي،ځيني کارپوهان دطالبان داډول ګوښونه دعبدالله  عبدالله په ګټه بولي ،خوطالبانوچې داسلامي امارات داعلاميي لاندې کومه اعلاميه خپره کړيده ،دتيرپه څيرټينګارکړى دى چې راتلونکي انتخبات جعلي اودبهرنيانوداستعمارترپردې لاندې دديموکرسى په نوم ناوړه پاليسي  ده بل خواځيني خوستميشتودپښتواوپښتون اولسمشردټاکنولپاره رايي ورکولوته تيارى ښودلى دى داچې داځل به په ټولټاکنوکې څومره خلک برخه ولري داپوښتنه به وخت ځوبوي.

Copyright Larawbar 2007-2024