کور / تازه خبرونه / کرزى دنوې کابينې په جوړولو پيل کړى

کرزى دنوې کابينې په جوړولو پيل کړى

افغان ولسمشر حامد کرزي له دوهم ځلي ولسمشر کيدو وروسته په خپل لومړي خبري ناسته کې وويل چې دده په حکومت کې به د ټو لو ډلو ټپلو ، سيمو او ټبرونو غړي واک ولري . ښاغلى کرزى دغه ډول سيستم ته د ملي مشارکت يا ملي گډون اصطلاح کاروي . ولسمشر وويل دسولې راوړل ، له مخالفينو سره خبرې کول اوله ادارې فساد سره مبارزه يې د نوي پنځه کلن حکومت د تگلارې د سر سر ټکي جوړوي . د حکومت په دننه کې د اصلاحاتو را وړل ،دخلکو د ژوند ښه کول او د گاونډيانو په گډون له ټولو بهرنيو هيوادونو سره دوستي او سمه ملگرتيا کول به يې مهمې چارې وي .
ولسمشر کرزي ته نژدې منابع وايي چې ښاغلى کرزى د خپلې نوې کابينې او حکومت د تشکيلاتو په جوړولو بوخت دي خو دملي مشارکت اصطلاح او له ځينو ډلو تپلو سره کړو ژمنو ته په کتو سره به نوې کابينه په ډېرې سختۍ غوره شي . خو تمه کيږي چې نوي وزيران او چارواکي تر پخوا وړ او مناسب کسان وي .
په هر صورت ويل کيږي چې د ولسي جرگې تر ژمنيو رخصتيو وړاندې چې شاوخوا يوه مياشت ورته پاتې ده د وزيرانو نوى لست جرگې ته واستول شي او دهغوى لخوا ورته د باور رايې ورکول شي .