شمشتو:پاکستاني پوليسو ۲ افغان ماشومان ووژل
دوه بې ګناه افغاني ما شومان دپاکستا ني پوځيانو لخوا په ډيره بې رحمۍ وويشتل شول د سه شنبې په ورځ دعقرب په دولسم باندې د شمشتو په کيمپ دپاکستاني پوځيانو لخوا د ( ٧٠ ) ګاډو په ملتيا باندې چاپه اوهله او کور په کور يي تالاشي شروع کړه اود هرکور څخه يي دماشومانو په شمول سړي يي نيول او جامې به يي ترې ويستلې او په هماغو جامو به يي سترګې ورتړلې خو پوښتنه نه وه خو ټوټل ( ٧٢ ) بې ګناه کسان يي ونيول پدې کسانو کې ( ١٢ ) ماشومان او ( ٣ ) ښځې هم شاملې دي اوپه کورونو کې يي چي څه خوښيدل هغه به يي له ځان سره وړل .
يو کس چي نوم يي نه اخلم دهغه کور ته ورغلل چي دهغه د خولې وينا ده چي ( ٧ ) تولې سره زر او ( ٢٠٠٠٠٠ ) لاکهه کلدارې يي ورنه و ړي او همداسې د بازار دوکانو نه يي چور کړل .
داسې کورونو ته هم ننوتل چي سړي يي په کورونو کې نه وه بس دا پوښتنه به يي کوله چي سړي مو چيرته دي ؟ زه ددې صحنې عيني شاهد وم په والله دا رنګ تالاشي روسانو هم نه وه کړې لکه دوى چي وکړه . کله چي دوى روان شول د مکتب هغه ماشومان چي دوى د مکتبونو څخه منعه کړي وه هغوې دسرک پر غاړه ولاړ وه او د دوى تماشه يي کوله چي پاکستاني پوځيانو پرې ډزې شروع کړې ماشومان ټول وتښتيدل او دوى د شا له خوا پرې فايرونه کول چي ( ٧ ) کسه ماشومان يي په ډيره بي رحمۍ وويشتل .
وروسته نورو ماشومانو د تيږو ګذارونه پرې وکړل پدى ( ٧ ) کسانو کې ( ٢ ) ځاې په ځاې شهيدان شول او ( ٥ ) کسه اوس هم په هسپتالونو کې دمرګ په حالت کې دي . نو زه د يو افغان په صفت ټولو رسنيو ته وايم چي د دغو بې ګناه افغانانو حالت ټولې نړۍ ته ورسوی .
د لراوبر يادونه : که څه هم نن د افغانستان ولسي جرګې ددې موضوع په اړه په رسمي ډول خبري وکړې او دداسي پېښو د مخنيوي د لارو چارو سنجولو په اړه يې د ګام پورته کولو لېوالتيا وښوده ، موږ هيله کوو چي د افغانستان ولسي جرګه اود پښتنو سياسي ګوندونه دي په لراوبر افغان وطن کي د پښتون وژني پر وړاندي يوه خوله سي او د پښتون وژني پر وړاندي دي پر يوه تګلاره عمل وکړي .
موږ په افغانستان کي د بهرنيانو په لاس او پښتونخوا کي پنجابيانو په لاس د پښتون وژني په وړاندي چوپ نه کښېنو ، موږ له خپلو سياسي مشرانو غواړو چي د خپل قام تويو شوو وينو وينو حساب دي واخلي او نورو وينو تويولو مخه دي ونيسي ، که داسي ونکړي داوسنيو پښتنو واکمنو او مشرانو نومونه به هم تاريخ د پښتون وژونکو په ليست کي ثبت کړي .