ننګرهار : د یو ښوونځي د بنسټ دبره كيښودل شوه
دننګرهار ولايت: نن دروان كال دمرغومی دمياشتي په ۱۲ مه، دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالى ددولت آباد لومړنى ښوونځي نوى ودانې دنوموړی ولايت دپوهنې رياست دمسـئوولينو او دنوموړى ولسوالى دولسوال لخوا په داسى حال كى چى دسيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود كيښودل شوه.
د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د ۱۷۵ زرو امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د دنمارك هيواد په مالى مرسته د۸ مياشتو په موده كى جوړيږى چی ۸ درسی ټولګى،۴ ادارى خونى، داحاطى ديوال، ۶ تشنابه او نور ضروري ملحقات لري .
ديادونى وړده چى ديادشوي تعمير په جوړه ولو سره به دنوموړى ښوونځۍ د زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والي له امله ليري شي .