قلنګ

د لراوبر اداره | جنوري 16th, 2010


زه نه شراب غواړم نه بنګ غواړمه
زه د جانان د سترګو جنګ غواړمه

په سينه پروت دئ لونګين دې جانان
زه هم هغه لاچي لونګ غواړمه

راځئ چې واچو اتڼ ځوانانو
زه هغه ډول او هغه ډنګ غواړمه

غروکې ګونګئۍ شوې کوچيانۍ سندرې
هغه شپيلۍ هغه اهنګ غواړمه

د نفاق تخم چې کري په موږ کې
د هغو کور اوکلئ ړنګ غواړمه

زه په اردو او فارسي خوښ نه يمه
ښکلي پښتو ښکلائ فرهنګ غواړمه

وطن که جوړشي بل ارمان نه لرم
د ليلا سپينه خوله قلنګ غواړمه

سيد شاه ستا دديد ن لارې څاري
څومره که لوړ وي ها کړنګ غواړمه


Copyright Larawbar 2007-2024