اېران: د سټلايټ د لېږدوونکي راکټ تجربه وکړه

34 | فبروري 3rd, 2010


د اېران دولتي آژانس وايي دغه هيواد د درو راکټونو او يوه سټلايټ لېږدوونکي راکټ کاميابه تجربه ترسره کړې ده.
په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړل سوي خو وايي دغه تجربه د اېران د اسلامي انقلاب د يودېرشم کال په درشل کي د ولسمشر احمدي نژاد په مخکي ترسره سوه.
اېران وايي فضاء ته د سټلايت لېږدوونکي راکټ نوم سېمرغ وو او ٨٧ ټنيه وزن يې درلود.

»

Copyright Larawbar 2007-2024