جرمني: په ترافيکي پېښه کي درې سيلانيان مړه سول

34 | فبروري 14th, 2010


د المان حکومت وايي له برلين څخه ميونيخ ښار ته تلونکى د سيلانيانو يو بس چپه سوئ چي له امله يې درې سيلانيان مړه سوي او ګڼ شمېر ټپيان سوي دي.
پوليس وايي پېښه د موټر چلوونکي د چټک سرعت او بې پروايي له امله رامنځته سوې ده.
چارواکي وايي په موټر کي ټول ٦٦ کسان سپاره وو، چي په ټپيانو کي د ١٠ تنو ژوند له خطر سره مخ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024