کور / تازه خبرونه / ماليزيا: شل افغانان نيول شوي دي

ماليزيا: شل افغانان نيول شوي دي

ماليزيايي پوليسو ۲۱ هغه افغانان نيولي، چې د كوشنيو بېړيو له لارې اسټراليا ته تلل او ددغه غيرقانوني تګ لپاره هر يوه ۱۳۰۰ ډالر وركړې وه.
افغانان او ماليزيايي كښتۍ چلوونكى په سيلانګور كې په چهار شنبه نيول شوي،د سيمه ييزو پوليسو يو تن ويلي كليوالو دوى ته خبر وركړ چې د بهرنيانو د يوې ډلې بېړۍ په نژدې سيمه كې بد څرخونه وهي، ځكه بېړۍ نه وه توانيدلې چې پر ټاكلي وخت خپلې موخې ته ورسيږي.
ماليزيا ته تازه را رسيدلي افغانان هم د پوښتنو ګروېږنو لپاره نيول شوي په دوى كې يې ډېرى پوره اسناد نه لري، پوليس اوس هم په زياتو بهرنيانو پسې ګرځې چې ګواكي تښتېدلې به وي.
له بېړۍ چلوونكي هم د انساني قاچاق( چې سزا يې شل كاله ده) په باره كې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د اسيايي جنګ ځپلو هېوادونو څخه زيات خلك د ماليزيا له لارې اسټراليا ته اوړي، دغه كسان ماليزيا ته په سياحتي ويزه راځي او بيا په بېړيو كې د ډېر خطرناك سفر نه وروسته اندونيزيا ته ځي او له هغه ځاى نه اسټراليا ته اوړي.
تېره كال په لسګونو كسان هغه وخت ووژل شول چې كمزورې بېړۍ يې د سيند خوراك شوې.