راکټي حملې يوه مېرمن مړه او درې کسه ټپيان کړل

34 | فبروري 21st, 2010


د ننګرهار ولايت پر سرخرود ولسوالي کي باندي راکټي حملې يوه مېرمن مړه او درې نور کسان ټپيان کړي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي پرون ماځيګر ناوخته د سرخرود پر ولسوالي باندي څلور راکټونه فاير سول چي يو يې د ملکي کسانو په يوه کور کي ولوېدئ او دغه مرګ ژوبله يې واړوله.
د کورنيو چارو وزارت د دې حملې مسئوليت پر طالبانو اچولئ خو طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024