کجران : ناټو ځواکونو ملکي موټران بمباري کړي دي

34 | فبروري 22nd, 2010


ناټو ځواکونو پخپل پروني بمبار کښي د دايکندي ولايت په کجران ولسوالۍ کښي د ملکي وګړو ۳ موټران په نښه کړي چي له امله يې نژدې ۱۲ تنه ټپيان او ۳۳ نور وژل سوي چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي .

د راپورنو له مخي د پيښي قربانيان ، چي ټوله ملکي وګړي دي، کندهار ته پر لاره روان وو چي ناټو هوايي قواوو د وسلوالو په تور بمباري کړل .

ايساف ځواکونو ددې پيښي په اړه د پلټنو د ترسره کولو امر ورکړئ او له ولسمشر کرزي څخه يې د تېر په څېر بخښنه غوښتې ده .

د يو بل خبر له مخي د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کښي د فرانسوي ځواکونو له خوا توغول سوي هاوان ۶ تنه ملکيان ټپيان کړي او دوه نور وژلي دي، خو ايساف وايي چي دغلته کښي يې ملکيانو ته نه بلکي وسلوالو مخالفينو ته مرګژوبله اړولې ده .

وروستي ملکي تلفات پداسي حال کښي رامنځته کيږي چي د افغانستان په سهيل لويديځ کښي د مشترک په نامه د مارجې او نادعلي ولسواليو چنيز عمليات د ورځو پر ځای اونيو ته داخل کيږي چي ورسره د سيمي د اوسېدونکو ژوند هم د سخت ګواښ سره مخ سوئ دئ .

Copyright Larawbar 2007-2024