کور / تازه خبرونه / د افغانستان د بچه بازۍ فلم په نړيوال ټلوېزون كې ښودل كيږي

د افغانستان د بچه بازۍ فلم په نړيوال ټلوېزون كې ښودل كيږي

اسټرالوى ټلويزوني چېنل ABC په پام كې لري چې په افغانستان كې د بچه بازۍ په اړه جوړ شوى فلم نندارې ته وړاندې كړي، دغه مستند فلم ښيي چې څنګه په افغانستان كې نژدې لس كلن هلكان د جنسي موخو لپاره مرييان كيږي.
دغه فلم چې د (جنګ سالارانو سندرې) تر نوم لاندې جوړ شوى، ښيي چې هلكان څنګه د بچه بازۍ ښكار دي او څنګه د غټو خلكو، سوداګرو، پوليسو او جنګ سالارانو د تفريح او ساتېرې آلې دي.
ځينې دولتي چارواكي هم پر ماشومانو تېرى په سترګو ويني خو ځان تېروي په داسې حال كې چې دا د افغانستان د قانون خلاف كار دى.
نوموړى فلم چې د ټلوېزون په ( فور كارنرز مېګزين) خپرونه كې به نندارې ته وړاندې شي، د افغان ژورناليست نجيب الله قريشي له خوا په كې د هغه هلكانو د نڅا عكاسي شوې ده، چې جنسي موخو لپاره مرييان شوي دي.
دغه هلكان په كوڅو كې د موردګوانو ( دلالانو) له خوا تېر ايستل كيږي، سندرې ويل او نڅا ور زده كول كيږي دوى همدارنګه دا ورښيي چې څنګه ځان سينګار كړي او د نجونو غوندې جامې واغوندي.
تر دې وروسته دوى تيار شوي وي چې د ډېرو نارينه وو په وړاندې ونڅيږي او ناروا جنسي ګټه ځنې پورته شي.
ډېرى هلكان د شتمنوو خلكو له خوا رانيول كيږي او د نافرمانۍ پر مهال يا سخت ظلم ورسره كيږي او يا هم وژل كيږي.
د ملګرو ملتونو ادارې ويلي چې د هلكانو كار او بار د زورورو خلكو له خوا حمايه كيږي او درول يې ناشوني دي، په ډېرو پېښو كې تورن كسان د دولتي چارواكو له خوا ساتل شوي دي.
د طالبانو د خكومت پر مهال بچه بازي يو غير قانوني كار و، او د دوى له خوا په اوسني جوړ شوي قانون كې هم يو جرم دى.