غزل

36 | فبروري 23rd, 2010


ستادښکلا انځور چي کله وليمو ته راسي
زړګى مي او ښکه سي جانانه و بڼو ته راسي

شايد زموږ دبې وسۍ نه مرګى هم خبر وي
دبل زړو ته يې زړه نه وي زموږ زلمو ته را سي

که وي ګلونه خو زموږ دسر په وينه وي سره
که شي اغزي نو بيامو لاره کي وپښو ته را سي

را زمله څله يې ديدن دشپې په خو ب کي غواړې
جانان خولمر دى سپوږمۍ نه ده چي وشپو ته راسي

Copyright Larawbar 2007-2024