د اسد دانش زوی حسيب الله ځوانيمرګ سو (پيغامونه )

سعيد لودين | فبروري 25th, 2010


په ډير ه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې ، ادب خدمتګار او د دانش خپرندويه ټولنې درييس اسدالله دانش ساپي زلمى زوى حسيب الله دورپيښې شوی ناروغۍ له امله دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په حق ورسيد (انالله وانا اليه راجعون) دارواښاد جنازه په لغمان کي خاورو ته وسپارله سوه او فاتحه يې په لغمان او پېښور کي واخستله سوه .


ددې غمجني پېښي سره سم د نړۍ په ګوټ ګوټ او لراوبر افغان وطن کي د ښاغلي اسد دانش زيات شمېر خواخوږو دوستانو او فرهنګي دوستانو له نوموړي سره غمشريکي اعلان کړه چي يو شمېر له دغو خواخوږيو څخه په لراوبر ډاټ کام کي خپرې سوې .


ښاغلي اسدا دانش له دې امله لراوبر ته لاندنی پيغام رالېږلی دی :


 د اسد دانش د مننې پيغام


د ځوان زوی مړينه بې له شکه يو دروند غم او نه جبرانېدونکې پېښه وي؛خو الحمد الله چې مسلمانان يو او په دې ايمان لرو چې مرګ موږ ته او موږ د مرګ لپاره پيدا يو،که څه هم د خپل ځوان زوی حسيب الله دانش ساپي مړينې ډېر ودردولم خو د خوږو دوستانو ډاډګېرنو په دغه درانه غم کې راسره دومره مرسته کړې چې ښايي د بيانولو لپاره يې الفاظ ونه لرم.

له ټولو هغو ښاغليو او آغليو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زما د ځوانیمرګ زوی حسیب الله دانش ساپي د ناروغتيا په دوران کې ماته ډاډ ګېرنه راکړې،د زړه وينې يې راته ډالۍ کړې او ډول ډول مرستې يې راسره کړې او هم له هغو ملګرو چې د ځوانيمرګ په جنازه کې يې ګډون کړی او يا يې د تليفون په ليکه راسره غم شريک کړی ډېره زياته مننه کوم.

الله دې تاسې ټول له داسې درانه غمه وساتي.

اسد الله دانش ساپی

Copyright Larawbar 2007-2024