د مارجې نصب کړﺉ مشر په المان کی جنایی سابقه لری
اسوشیتیډ پریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی د مارجې تر نیولو وروسته د هغه ځای د ملکی مشر په توګه د غربیانو لخوا د عبدالظاهر په نوم په جرمنی کی د یو افغان کډوال ګومارلو اوس شکونه او تشویشونه پیدا کړي دي ځکه هغه په جرمنی کی جنایی سابقه لری . خبر وایی چی عبدالظاهر په ۱۹۹۸ کی خپل اتلس کلن زوی په جرمنی کی په چاړه وهلی و نو ځکه په څلور کاله او نهه میاشتی بند محکو سوی و . خو امریکایانو وویل چی د هغه د دې بدی سابقې سره سره موږ له دندی هغه بیرته نه ایسته کوو . ظاهر ۱۵ کاله په جرمنی کی اوسېدلی دی خو د تیرو څلورو کالو راهیسی په لښکرګاه کی په حکومتی کارونو کی مصروف دی . ده د نوموړو تورونو په باره کی وویل چی « دا تورونه زما د مخالفینو لخوا دي . هغوی د خارجیانو سره زما د اړیکو پر ضد دي . هغوی غواړی چی زما شهرت زیانمن کړی . دوی نه غواړی چی هغسی څوک کار وکړی چی هغه د امریکایانو ، برتانویانو او نورو بهرنیانو سره ښه اړیکی ولری .» د ناټو یو قوماندان ( جورج سمیت ) وویل چی عبدالظاهر د والی ګلاب منګل لخوا رابلل سوی او موږ نه غواړو چی په افغان مقاماتو هغه بیرته ایسته کړو . خو دا چی عبدالظاهر په کوم ارتباط د مارجې پر « تخت ! » کښېنول سو چاته معلومه نه ده .