ټپي سوئ برتانوى پوځي ومړ

34 | مارچ 6th, 2010


د برتانيې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چي په افغانستان کي يې يو بل عسکر له لاسه ورکړئ دئ.
د دفاع وزارت وايي دغه عسکر پرون د هلمند په سنګين ولسوالي کي د پلې ګزمې پر مهال ټپي سو، چي نن يې ساه ورکړه.
د ياد سوي عسکر په مړېنه په افغانستان کي د برتانوي عسکرو د مړيني شمېره له ٢٠٠١ کال راهيسي ٢٦٩ کسانو ته ورسېده.

Copyright Larawbar 2007-2024