د ناټو څلور پوځیان وژل سول
د امریکا او برتانیې د دفاع وزارتونه او ناټو خبر ورکوی چی د افغانستان په مختلفو سیمو کی په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ناټو څلور پوځیان وژل سوي دي . لومړنی امریکایی دی خو د پیښی ځای یې نه دی ذکر کړی . دوه برتانویان دي چی یو په سنګین کی طالبانو مخامخ وویشت او بل یې په ګرشک کی د زرهپوش د چپه کېدو له امله ووژل سو . څلورم پوځی معلوم نه دی چی د کوم هېواد دی او چیری او څنګه ووژل سو . په دې سره د ناټو مجموعی تلفات ۱۶۸۰ ته ورسېدل ( چی ۱۰۱۵ یې امریکایان او ۲۷۰ یې هم برتانویان دي . )